چارواکي: په غزني کې ۸ محلي پولیسو د طالبانو په برید کې وژل شوي
![چارواکي: په غزني کې ۸ محلي پولیسو د طالبانو په برید کې وژل شوي](https://gdb.rferl.org/69B83F39-5C62-48C1-8C3E-7CC2B035A75D_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
د غزني او زابل چارواکي وايي، دغلته په دوو بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، په ده یک ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو په یو پراخ برید کې لږ تر لږه اته محلي پولیس سرتېري وژل شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي، په دې برید کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړه یې معلومات نه لري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر ددې برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي وسله والو یې دغلته نهه سرتېري وژلي او یو تن اسیر کړی دی.
په یو جلا پېښه کې په زابل ولایت کې دوه ملکیان په سړک کې د اېښودل شوي ماین چاودنې وژلي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال په وینا دا پېښه نن ددې ولایت په سیوري ولسوالۍ کې شوې.