سعودي چارواکو حنیف اتمر ته د خپلو همکاریو په اړه ډاډ ورکړی
د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر دفتر وايي، نوموړي په سعودي عربستان کې د دې هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره په لیدنه کې پر مهمو مسئلو بحث او هوکړې کړې دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه ازادي راډیو ته وویل، په دې لیدنه کې ولیعهد محمد بن سلمان د افغانستان د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ او زیاتهیې کړه چې سوله هدف ته د رسېدو لپاره مهمه ده او ټولې غاړې باید ترې ملاتړ وکړي.
له ترهګرۍ سره مشترکه مبارزه د لیدنې بله مهمه موضوع وه.
د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه په دې اړه وویل:
"سعودي عربستان ژمنه وکړه چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان دولت سره همکاریو ته چمتووالی لري، دواړو لورو هوکړه وکړه چې په افغانستان کې به د بهرنیو ترهګرو او هغو ترورېستانو پر وړاندې به مبارزې ته ادامه ورکوي چې د سولې او مذاکراتو پر ضد اقدامات کوي او نهغواړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي."
قادر شاه زیاته کړه چې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر او د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ په دې خبرو کې له افغانستان څخه د اسلامي هېوادونو د نړیوال پوځي ائتلاف د ملاتړ پر څرنګوالي هم خبرې وشوې او ولیعهد محمد بن سلمان افغان لوري ته د اسلامي هېوادونو د نړیوال پوځي ائتلاف د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د ویاند په وینا دواړو خواوو په اقتصادي همکاریو هم خبرې او یو لړ هوکړې وکړې.