چارواکي: په غزني کې ۸ محلي پولیس د طالبانو په برید کې وژل شوي
![چارواکي: په غزني کې ۸ محلي پولیس د طالبانو په برید کې وژل شوي](https://gdb.rferl.org/69B83F39-5C62-48C1-8C3E-7CC2B035A75D_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
د غزني او زابل چارواکي وايي، دغلته په دوو بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، په ده یک ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو په یو پراخ برید کې لږ تر لږه اته محلي پولیس سرتېري وژل شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي، په دې برید کې وسلهوالو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړهیې معلومات نهلري.
طالب ویاند ذبیحالله مجاهد پر ټویټر د دې برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي وسلهوالو یې دغلته نهه سرتېري وژلي او یو تن اسیر کړی دی.
په یو جلا پېښه کې په زابل ولایت کې دوه ملکیان په سړک کې د اېښودل شوي ماین چاودنې وژلي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال په وینا دا پېښه نن د دې ولایت په سیوري ولسوالۍ کې شوې.