پاکستان سوپر لیګ، لومړۍ لوبه ملتان سلطان وګټله
![پاکستان سوپر لیګ، لومړۍ لوبه ملتان سلطان وګټله](https://gdb.rferl.org/385D0FC2-69B4-4B2D-A868-93681F5BD831_w800_h450.jpg)
د پاکستان سوپر لیګ ۲۰۱۸ لومړۍ لوبه په دوبۍ کې د پېښور زلمي او ملتان سلطان ترمنځ وشوه. پېښور زلمي لومړۍ لوبه وکړه او د ۶ لوبغاړو په تاوان یې ۱۵۱ منډې جوړې کړې. ملتان سلطان دا هدف پوره کړ او لوبه یې په اوو ویکټو وګټله.