سرپل چارواکي: د افغان ځواکونو حملو ٦ وسله وال طالبان وژلي
![سرپل چارواکي: د افغان ځواکونو حملو ٦ وسله وال طالبان وژلي](https://gdb.rferl.org/077A16CD-BCA5-4401-8BF5-9862DD5C8689_w800_h450.png)
د سرپل ولايت چارواکي وايي، د افغان قواوو په حملو کې ٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د والي وياند ذبيح الله اماني نن جمعه ازادي راډيو ته وويل چې دغه حملې تېره شپه د هوايي او خاصو کومانډو ځواکونو کړي دي.
ده وويل چې په وژل شويو وسله والو کې د وسله والو طالبانو دوه مشران مولوي اسماعيل مشهور په سنګريار او قارع سميع الحق مشهور په محاذ شامل دي.
ويل شوي په دغو حملو کې ٧ تنه نور وسله وال ټپيان شوي دي.
د والي وياند وايي، په دې لړ کې د ملي اردو يو سرتېرى چې له وسله والو طالبانو سره اسير و، هم خوشې شوى دى.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.