هوتک او مبارز خپل سیالان مات کړل
د افغانستان د رزمي لوبو دوو لوبغاړو احمدولي هوتک او بازمحمد مبارز د اې سي بي نړیوال سازمان په لوبو کې خپل سیالان مات کړل.
د دوی لوبه د جمعې په شپه په دوبۍ ښار کې وشوه.
احمدولي هوتک له اوکرایني لوبغاړي ولادسلاوف ستیپانوف سره مخ شو چې ویې کولای شول په دریو رونډونو کې د لوړو نمرو په ترلاسه کولو بري ته ورسېږي.
ښاغلي هوتک تر بریا وروسته په خپله فیسبوک پاڼه خبرې وکړې:
"زه ټول ملت او په خاصه توګه خپلو افغان امنیتي ځواکونو د دې بري مبارکي وایم. ما ژمنه کړې وه چې تاسو ته به خوشحالي راوړم، هیله من یم له دې بري خوشاله شوي واوسئ."
تر احمد ولي هوتک وروسته بازمحمد مبارز په همدې شپه سکاټلندی لوبغاړی ایین فینان مات کړ.
بازمحمد مبارز هم د افغان ملي پولیسو په یونیفورم کې د سیالیو صالون ته ننوت.
خو د رپوټونو په اساس په کابل ښار کې خلکو د دې بریا په خاطر بیا هوايي ډزې کړي چې د ځینو افغانانو د تشویش وړ ګرځېدلي دي.