په سومالیا کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۱۸ تنه وژل شوي
په سومالیا کې پولیس وايي چې په دوو بمي چاودنو او وسله واله نښته کې پرون جمعه ۱۸تنه ووژل شول.
تر دې وړاندې، په سومالیا کې د داسې بمي چاودنو او وسله والو حملو مسئولیت د الشباب وسله والې ډلې اخیست چې له القاعده سره تړلې بلل کېږي، خو د پرونۍ پېښې مسئولیت لاچا نه دی اخیستی.
د سومالیا په پلازمېنه، موګادېشو کې پرونۍ چاودنې او وسله والې نښتې د څو میاشتو کراري تارومار کړه.
په موګدېشو کې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې په بمي چاودنه کې ۵۱۲ تنه ووژل شول چې د سومالیا په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پېښه بلل کېږي.
په موګدېشو کې د امبولانسونو د ادارې مشر عبدالقادر عبدالرحمان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې لږترلږه ۱۸ مړي او ۲۰زخمیان یې د پېښې له ځایه لېږدولي دي.