خوګياڼی: ننګرهار کې د هیروئینو د تولید ۳ فابریکې ویجاړې شوي
![خوګياڼی: ننګرهار کې د هیروئینو د تولید ۳ فابریکې ویجاړې شوي](https://gdb.rferl.org/D86127CD-FD27-4C7F-AEBE-A61B34E4B092_w800_h450.jpg)
له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ننګرهار ولایت کې د هیروئینو د تولید درې فابریکې ویجاړې کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د چهارشنبې په شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ د نکرخېلو په سیمه کې د وسلهوالو طالبانو د هیروئینو د تولید پر فابریکو عملیات وکړل چې په نتيجه کې یې د هیروئینو د تولید درې فابریکې ويجاړې شوي.
د عملیاتو پر مهال لسګونه کیلوګرامه تاریاک او هیروئین تر لاسه شوي او په دې تور درې تنه هم نیول شوي دي.