عبدالله: ترورېزم د بشري حقونو د اعادې هڅې له خنډ سره مخ کړي
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن دوشنبه د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل چې ترورېستي ډلو په افغانستان کې د بشري حقونو د اعادې لپاره د حکومت هڅې له خنډ سره مخامخ کړې دي.
افغانستان د روان کال په پېل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو د شورا چې مقر يې د سویس په ژنیو ښار کې دی، ۳ کلن غړیتوب ترلاسه کړ.
عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ سویس ته ورسېد.
د اجرائيه رېاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل نن له سویسه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې عبدالله له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د هغو دولتونو مخنیوی وکړي چې له ترورېستي ډلو سره مرسته کوي او په افغانستان کې د بشري حقونو نقض ته زمینه برابروي.
عبدالله عبدالله په ځانګړي ډول د انتحاري حملو لپاره د تنکیو ځوانانو او کوچنیانو استفادې ته اشاره کړې ده.
د ښاغلی فیصل په وینا،اجرائیه رئیسله نړیوالې ټولنېهمدا راز غوښتنه کړې چې د هغو دولتونو، ډلو او وګړو پرضد اقدام وکړي چې افغانستان ته ماینونه استوي.