کرکټ بورډ د احمد شاه ابدالي د ۴ ورځنیو سیالیو لپاره نوملړ اعلان کړ
د ۲۰۱۸ میلادي کال د احمد شاه ابدالي د څلور ورځنیو یا فرسټ کلاس سیالیو لپاره، افغان کرکټ بورډ د شپږو لوبډلو نوملړ اعلان کړ.
د افغان کرکټ بورډ ویاند شرف الدین شاکر نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دا شپږ لوبډلې په سپین غر، بند امیر، امو، کابل، میس عینک او بسټ زونونو پورې اړه لري چې نن يې نوملړ اعلان شو.
ښاغلی شاکر وايي، په دې لوبډلو کې د افغانستان الف، ۱۹ کلنو، ۱۶لس کلنو او د کورنۍ کرکټ له سلو زیاتو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.
راپورونه وايي چې یادې سیالۍ به د مارچ په لومړۍ نېټه پیل شي چې لومړۍ لوبه به په غازي امان الله خان لوبغالي کې د سپين غر او کابل، دوهمه په کونړ لوبغالي کې د بند امیر او امو او درېيمه لوبه به د خوست په لوبغالي کې د میس عینک او بسټ لوبدلو ترمنځ ترسره شي.
د یوه بل خبر له مخې، سبا سې شنبه به د افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو د غوراوي پړاو په یوه تمریناتي لوبه کې مخامخ شي.
د کرکټ بورډ مسؤلین وايي، افغان لوبډلې دغه سیالیو ته چې د راتلونکې مارچ میاشتې په څلورمه پیلېږي، پوره چمتووالی نیولی دی.
د کرکټ د نړیوالې شورا د ویب پاڼې د راپور له مخې، د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان د مارچ په څلورمه له سکاټلنډ لوبډلې سره مخامخېږي.