د افغان حکومت مشرانو د افغانستان په اړه له اليس وېلز سره خبرې کړي
د افغانستان د ملي وحدت حکومت مشرانو پرون شنبه د جنوبي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیالې اليس وېلز سره خبرې کړې دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې په دې اړه ویل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني له مېرمن وېلز سره په افغانستان کې د سولې د داسې بهیر په اړه غږېدلی چې د افغانانو په مشرۍ پیل او پرمخ ولاړ شي.
د جنوبي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې په دې برخه کې د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم پر ټوېټر لیکلي چې له اليس وېلز سره کتنه یې مهمه وه چې د امریکا او افغانستان د اړیکو ، په افغانستان کې د سولې پر پروسې او د معتبرو انتخاباتو په ترسره کولو په اړه پکې غږېدلي دي.