څېرې: د ښوونځيوو جوړونکي محمد خان خروټي سره خبرې
نن د څېرې په خپرونه کې ملالۍ بشير د محمد خان خروټي سره مرکه کړې. ښاغلي خروټی د زابل دی او په هلمند ولايت کې يې د انجونو او هلکانو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړې ده.
نن د څېرې په خپرونه کې ملالۍ بشير د محمد خان خروټي سره مرکه کړې. ښاغلي خروټی د زابل دی او په هلمند ولايت کې يې د انجونو او هلکانو لپاره د زده کړو زمينه برابره کړې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه ۷ غړي چې د جولايي په څلورمه په کراچۍ کې نيول شوي وو، نن د پنجشنبې يا زيارت په ورځ سهار وختي خوشي شوي دي. دوی هغه مهال ونيول شول چې په لانډي سيمه کې يې د تنظيم سازۍ لپاره يوه غونډه وکړه.
لاهور هايي کورټ د امېدوارانو يا کانديدانو د کاغذونو د اروزنې انتخاباتي ټریبيونل هغه پرېکړه رد کړې چې د مسلم لېګ (ن) يو مشر او د پاکستان پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي يې د ټول عمر لپاره له سياسته منع کړی وو.
د روس يوه عدالت د ازادې اروپا راډيو پر دې تور يو لاک روسي روبل (۱۶۰۰ ډالر) ناغه لګولې چې په وینا یې د بهرنیو رسنیو لپاره چې حکومت یې "بهرني استازي" بولي جوړ پر روسي قانون په عملدارۍ کې پاتې راغلې ده.
په یوه تازه څېړنه کې څرګنده شوې چې د افریقا په ختیځ کې پروت هېواد، موزمبیق اروپا ته د افغانستان د مخدرو موادو...
د چارشنبې په ورځ سپریم کورټ د دیامیر بهاشا او مومند ډېمونو د جوړولو امر وکړ او له ولسه یې وغوښتل چې د ډېمونو جوړولو لپاره دې چنده وکړي.
شعېب وزیر د وزیرستان دی چې په بنو کې اوسېدلی او وروسته بیا د لوړو زده کړو لپاره لاهور ته ورغی. دې ځوان په لاهور کې د ښکلو هنرونو یا فاین ارټس پوهنځی ولوست او وروسته بیا د پنجاب پوهنتون د هنر او ډېزاین په څانګه کې استاد شو.
چین نن خبرداری ورکړ چې امریکا به په چینایي مالونو د تعرفې په لګولو سره ټول سره اور ته کینوي، د بشري حقونو د څار سازمان وايي په پاریس کې سلګونه ځلمکي کډوال بې کوره پاتي دي او د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام کوارټر فاینل سبا پیلیږي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د کندز د سیمه ییزو چارواکو په وینا چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي دفاع ،کورنیو چارو وزیران او د ملي امنیت...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا مرستیالې وزیرې اېلس وېلز له پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونو پر مهال په دوه اړخیزو اړیکیو د سیمې په امنیتي وضعیت او د پاکستان او امریکا ترمنځ همکاری په اړه یې خبرې کړې دي.
د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو په ګډون یو جګپوړی پلاوی کندز ته تللی دی. د کندز د والي ویندوی نعمت الله تیموري ازادي راډیو ته وویل چې د دفاع وزیر ډګرجنرال طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ترڅنګ د ملي امنیت د ریاست اوپراتیفي مرستیال، د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان، د فرانسې سفیر، د هالنډ، جرمني او استرالیا مرستیال سفیران او په افغانستان کې د هند او امریکا استازي نن کندز ته ورغلي دي. ده د دې پلاوي د سفر د هدف په اړه بې خبري څرګنده کړه.
په فاریاب ولایت کې د قیصار د نیول شوي سرپرست امنیه قوماندان پلویانو نن هم مظاهره وکړه. د نظام الدین قیصاري پلویانو په تېرو دوو ورځو کې د فاریاب په مرکز میمنې کې مظاهرې وکړې او پرون د دوی مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه خو نن د نوموړي د خلاصون غوښتنه په هغه مظاهره کې وشوه چې په اندخوۍ ولسوالي کې وشوه. په همدې حال کې د افغانستان د لوی درستیز په مشرۍ یو پلاوی میمنې ته تللی چې حالات له نېږدې وڅاري. لوی درستیز محمد شریف یفتلي سوله ییزه مظاهره د افغانانو قانوني حق وباله خو ویې ویل چې د تاوتریخوالي اجازه به ورنه کړي.
د خېبر پښتونخوا د کرک سیمې خلک د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته په یوه احتجاجي مظاهره کې له وفاقي حکومته د دوی پر خړوبو او کرهنیزه ځمکو د تېلو چڼلو کارخانې د نه جوړولو غوښتنه وکړه. دوی وايي، حکومت له پکار ده چې دغه کارخانې پر شاړو ځمکو جوړې کړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان د ټاکنو کمیشن ترمخه هغه حلقې چې ښځو پکې تر ۱۰ فیصده کم رایي ورکړي وي، هلته به د ترسره شویو انتخاباتو نتیجې باطلې حسابیږي.دا چې د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې کاندیدان د انتخابي کمپین لپاره ددې شرط د پوره کولو په لړ کې څه هلې ځلې کوي؟
نظام الدین قیصاری سرپرست قوماندانی امنیه ولسوالی قیصار فاریاب و نماینده عبدالرشید دوستم معاون اول رئیس جمهور ...
پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه اندېښنه لري چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په موجوده ظرفیت نه شي کولای د خلکو شکایتونو ته ...
د ملاکنډ ډويژن تجارتي اتحادیې د پنجشنبې په ورځ په ټوله سیمه کې د ټیکسونو لګېدو پرضد هړتال کړی. هړتالیانو د مالاکنډ ډويژن پخواني حيثيت بحالولو غوښتنه کوله. په مالاکنډ کې ۷ ضلعې شاملي دي چې ورسره نن سوات، بونير، شانګله، ملاکنډ، بره او کوز دير کې تجارتي مرکزونه بند دي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ
دا زمونږ د تاریخ تر ټولو توره ورځ ده.په دې ورځ نه یوازې جمهوریت ختم شو بلکې د ترقۍ پسندۍ مخه ډب کړل شوه.مذهبي انتهاپسندي او تشدد ددې ورځې راروسته عام شو.په افغانستان کې مونږ مداخلت پېل کړو.وسله والې ډلې جوړې شوې او ددې ورځې بدې اغېزې ترننه روانې دي
په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو زیږنتون چې شپږ کاله وړاندې يې په یاد ولایت کې فعالیت پیل کړی، د نویو زیږیدلو ماشومانو شمېر په کې یو لکو ته ورسید.
د خبریالانو ساتنی نړیوالې کمیټې ویلي ــ په دا وروستیو کې روسیې ځني خبریالان او بلاګ لیکونکي د ؛بهرنيو ایجنټانو؛ په نومونو یادکړي دي.
د فوټبال د نړیوال جام د کوارټر فاینل په پړاو کې چې سبا د جمعې په ورځ به پیل شي اروګوئه د فرانسې او برازیل د بلجیم په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي. د فوټبال د نړیوال فدراسیون فیفا د ویبپاڼې د معلوماتو له مخې لومړۍ سیالي د افغانستان پر وخت ماښام شپږ نیمې او دوهمه يې د شپې په لس نیمې بجې ترسره کېږي.
د بریتانیا د ویټالټي بلاسټ د ۲۰ اوورېزه کرکټ سیالیو په څلورمه لوبه کې افغان ورو توپ اچونکي راشد خان دوه ویکټې ترلاسه کړې. دغه لوبه چې تېره شپه ترسره شوه ساسیکسر لوبډلې چې افغان راشد خان هم په کې لوبېږي لیسیسټر شایر لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دې سوداګریزو سیالیو کې د راشد خان ترڅنګ دوه نور افغان لوبغاړي محمد نبي او مجیب ځدراڼ هم په بېلابېلو لوبډلو کې لوبېږي. دا اول وار دی چې د کرکټ درې افغان لوبغاړي د انګلینډ په ۲۰ اوورېزه کرکټ سیالیو تجارتي لیګ کې لوبېږي، له دې وړاندې دا درې افغان لوبغاړي د هندوستان... Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې نن پنجشنبه مازدیګر د افغانستان او ازبکستان د فوټبال له ۱۶ کلونو کم عمره ځوانانو لوبډلې لوبه لري. د فوټبال فدراسیون د رسینو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډيو وویل، د مرکزي اسیا د فوټبال د ۱۶ کلونو کم عمره ځوانانو د لوبډلو دغه سیالۍ چې د افغانستان او ازبکستان ترڅنګ په کې قرغزستان او تاجکستان هم برخه لري چې تر روانې میلادي میاشتې تر ۹ مې نېټې به دوام وکړي. نوموړی وايي، په دې سالیو کې افغانستان له ازبکستان وروسته له تاجکستان او قرغزستان لوبډلو سره هم لوبې لري. ... Читать дальше...
د امریکا متحدو ایالاتو په وروستیو کې د ایران د تېلو پر صارداتو د بندیز لګولو هڅې پیل کړې او ایران خبرداری ورکړی چې په مقابل کې...
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا په...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости