په پاکستان کې د ډالر په وړاندې د روپۍ قېمت ښه شوی دی. د جولای په دېرشمه په بازارونو کې يو ډالر په ۱۲۲ اعشاريه پنځه روپۍ بدلېده. تر دې يوه ورځ مخکې د يو ډالر بيه ۱۲۷ اعشاريه اته روپۍ وه.
د تاجکستان د کورنيو چارو وزير نن په دوشنبه کې د دې خبرې احتمال رد کړ چې ګواکي په دغه هيواد کې د څلورو بهرنيانو وژل کېدل تروريستي انګېزه لري. د دې پيښې دوه قربانيان امریکايي تبعه، یو هالندی او یو د سويس اوسېدونکی وو. نور په دغه راپور کې.
د پاکستان مطرح سیاسي ګوندونو د دغه هیواد په انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاوو په اړه د قضايي پلټنو غوښتنه کړې ده. زمبابوې د تاريخي انتخاباتو شاهد وو. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پېشګام ټلوېزیون مههېروئ.
د هلمند خلکو په هېواد کې د تازه جوړ شوي ائتلاف پر ضد لاریون وکړ، دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د نوي ...
څېړونکي وايي، تر اوسه هم د مالیزیا د هوايي شرکت د اړوند (ایم اېچ ۳۲۱) الوتکې د تري تم کېدو علت څرګند نه دی. دا بوینګ ۷۷۷ الوتکه څلور کاله مخکې له کولالمپور څخه پیکینګ ته روانه وه چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د مارچ میاشتې په اتمه له راداره ورکه شوه. په هغه راپور کې چې نن په دې اړه د اتلس کسیز څېړونکي هیئت له خوا خپور شوی، ویل شوي، څو چې د دې الوتکې ټوټې نه وي موندل شوي، د برخلیک په اړه به یې هر ډول اټکل نهايي نه وي. ګومان کېده چې دا الوتکه په سمندر کې لوېدلې وي، خو د هند په سمندر کې د ۱۲۰ زره کیلومتره... Читать дальше...
په تاجکستان کې چارواکي وايي، د هغو څلور بهرنیو بایسکل چلوونکو په وژنه کې د ترهګرۍ د احتمال په اړه څېړنې کوي چې د دې هېواد په جنوب کې وژل شوي دي. د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیموف نن دوشنبه وویل، ددې هېواد د چارواکو یوه ځانګړې ډله ددې پېښې په اړه څېړنې کوي. پېښه د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په ۱۵۰ کیلومترۍ کې د ختلان په سیمه کې شوې. دغلته څلور بایسکل چلوونکي چې دوه امریکایان، یو جرمنی او یو سویسی دی، وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزیر وویل چې په دې اړه د څېړنو څارنه خپله ولسمشر امام علي رحمان کوي. Читать дальше...
د جوزجان د آقچې ښار قالین اوبدونکي وايي که په دې ولسوالۍ کې د برېښنا سب استشن جوړ شي نو د قالینو په تولید کې به ډيروالي راشي. عالم رحمانیا په دې اړه راپور جوړ کړي چې دلته یې لیدلی شئ. ویډیو: عالم رحمانیار اېډېټ: ابراهیم صافی
زلفیه هغه مور ده چې اوه ماشومان لري، خو وايي چې د کور د کرایې او ماشومانو ته د خوراک او څښاک د لګښت د نه لرلو له امله اړ شوې چې خپلې دوه کوچنۍ لوڼې و پلوري. نصرت پارسا د دې کورنۍ لیدلو ته ورغلی او دغه ویډیويي راپور یې پرې جوړ کړی دی. ویډیو: نصرت پارسا او ابراهیم صافی ايډېټ: نصرت پارسا
د پاکستان اسلام اباد انتظاميې د پېمز روغتون د زړه ناروغۍ هغه مرکز وړوکۍ زندان ګرځولی چې پکې پخوانی وزيراعظم نواز شريف تر درملنې لاندې دی. د مسلم ليګ رهبر نواز شريف د جولای ۲۹مې شپه ناوخته تر ناروغه کېدو وروسته د ډاکټرانو په مشوره له اډیاله زندان څخه د اسلام اباد پېمز هسپتال ته وړل شوی وو. د انتظامیې په امر له پېمز روغتون سره او د روغتون په وره کې پولیس ځای پر ځای شوي. ویډیو وګورئ.
د عوامي نېشنل ګوند مشر په پاکستان کې له سره د داسې ټولټاکنو د کولو غوښتنه کړې ده چې پکې د پوځ هېڅ کردار نه وي. د جولای پر ۳۰مه د چارسدې په فاروق اعظم چوک کې د سلګونو کسانو غونډې ته په وینا کې اسفنديار ولي خان تور پورې کړ چې د جولای ۲۵ مې په ټاکنو کې انتخاباتي کمېشن، پوځ او عدليې ټګي کړې ده. اسفندیار ولي خان وویل، د پوځ له کرداره بغېر دې ټاکنې وشي البته سپینه یې کړه چې که پوځ د امنیت په خاطر پر سړکونو ولاړ وي نو اعتراض نه لري. ده وویل، د پوځ کردار هغه وخت متنازع يا لانجمن شو کله چې ورته په انتخاباتي مرکز کې دننه د ورتګ اجازه ورکړل شوه. Читать дальше...
د افغانستان ولسي جرګه د سترې محکمې د عالي شورا د یوې غړې په توګه د انیسې رسولي بیاځلي معرفي ...
د قطر په پلازمېنه دوحه کې تېره اوونۍ د طالبانو او د امریکا ترمنځ د خبرو په اړه یو شمېر سرچینو د دغو خبرو نوي...
د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر د ولسمشر او عبدالرشید دوستم ترمنځ د نارضایتۍ د ختمېدو خبر ...
په مکسيکو سيټي کې یوه ډله نڅاګرانې پر سرکونو نڅا کوي چې د موټر چلوونکو ساعت تېر شي او د ترافيکي اشارو د ځنډ پر مهال په قهر نشي. نور په دې راپور کې.
د افغانستان د مالیې وزارت او نړیوال بانک ترمنځ د ۳۵۰ میليونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د وړیا مرستو يو تړون لاسلیک ...
د مسلم ليګ رهبر نواز شريف د جولای ۲۹مې شپه ناوخته تر ناروغه کېدو وروسته د ډاکټرانو په مشوره له اډیاله زندان څخه د اسلام اباد پېمز هسپتال ته وړل شوی وو.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، ولایتي کمېشنران به سر له سبا په ولایتونو کې خپل کارونه پیل کړي. که څه هم ...
د پاکستان په انتخاباتو کې د عمران خان بریا د پاکستان لپاره د یوې نوې تګلارې د پيل په معنی ده، خو د تحریک انصاف ګوند مشر چې ...
په ارزګان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د امريت "بي" لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې، مسؤلين له ...
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ لپاره نوي ټاکل شوي ښاروال نعمتالله بختيار ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې به دولتي غصب شوې ...
د افغانستان د دفاع وزارت تر دې خبرې وروسته چې د نوي پلان له مخې به یو شمېر کم مېشتې او لیرې پرتې سیمې سیمهییزې اردو ته ...
ولسمشر غني نن دوشنبه غرمه له جنرال دوستم سره ولیدل. په هغه اعلامیه کې چې د ولسمشر مرستیال ویاند ...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې په هرات کې پر یو شمېر زیانمنو شویو فارم لرونکو پر هر یوه تر زرو پورې چرګان ووېشي. د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني هرات ته د خپل سفر پر مهال د چرګانو د انفلونزا له امله یو شمېر زیانمنو شویو فارم لرونکو سره کتلي او ژمنهیې کړې چې له دوی سره به مرسته کېږي. په دغه کتنه کې د ۴۴ فارمونو مسؤلینو د کرنې له وزیر سره خپلې اندېښنې او ستونزې شریکې کړې دي. د کرنې او مالدارۍ وزیر د دغو فارم لرونکو د غوښتنو او ستونزو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړی چې... Читать дальше...
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د منرالي صنعتونو یوه طرحه د اقتصاد عالي شورا له لوري تأيید شوه. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، د دغې طرحې له مخې د یاد وزارت له لوري دوی د مرمرو د کانونو د سروې لپاره ټیمونه هرات، پروان، کاپیسا، میدان وردګ، بامیان او ډایکندي ته لېږلي دي. د ښاغلي مطفي په وینا، د دغې سروې هدف دا دی چې باالقوه ظرفیتونه وپېژندل شي. د کانونو وزارت وايي، تر دې مهاله د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، ۱۰۸ شرکتونو د قیمتي ډبرو د پروسس لپاره پانګونه... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости