پامپیو وايي، امریکا د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرو کې ګډون ته چمتو ده
له هغې را وروسته چې مایک پامپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی افغانستان ته یې دا لومړنی سفر دی.
له هغې را وروسته چې مایک پامپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی افغانستان ته یې دا لومړنی سفر دی.
په دیر کې د ښځو د حقونو یوه کارکوونکې شاد بېګم وایي په بر دیر کې کلونه وروسته به دا لومړی وار وي چې ښځې به په ډاډه زړه خپلې رایې ورکړي.
ټاکل شوې ده سبا سې شنبې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه په سعودي عربستان کې دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سبا سې شنبې د ناټو مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره سفر پيل کړي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ
د روېټرز خبري اژانس دوه خبریالان د روهنګیا اقلیت په اړه د راپورونو ورکولو په خاطر نن دوشنبه د میانمار یوې محکمې د دې هېواد د محرمیت له قانون څخه په سرغړاوي تورن کړل. د دې محکمې قاضي وايي، ۳۲ کلن والون او ۲۸ سیوا هو چې برمایان دي، د جولای په ۱۶مه به د محکمې لومړنۍ غونډې ته حاضر شي. د برما د قوانینو له مخې، هغو تورونو ته چې دا خبریالان ورسره مخ دي، تر ۱۴ کلونو پورې د بند سزا ورکول کېدای شي. د روېټرز خبري اژانس وايي، دا دواړه خبریالان بېګناه دي او یوازې په برما کې د روهنګیايي مسلمانانو د ډلهییزې... Читать дальше...
کرملېن د هغې ښځې په مسمومیت کې لاس لرل رد کړي چې بریتانوي چارواکي وايي، د هغو موادو سره د تماس له کبله مړه شوې چې یو پخوانی روسي جاسوس او لور یې پرې مسموم کړای شوي وو. د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پسکوف په دې اړه پر روسیې تور د خندا وړ بللی او ویلي یې دي چې په بریتانیا کې د دې کیمياوي موادو د موجودیت د دوام په اړه ژوره اندېښنه لري. دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د بریتانیا پولیسو وویل، د درې ماشومانو مور ۴۴ کلنه ډان سټورګیس د نوويچوک په نوم کیمياوي موادو سره د تماس له کبله روغتون کې مړه شوې ده. Читать дальше...
په غور او هرات ولایتونو کې په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه درېیو کسانو ځان وژنې کړې دي. په غور کې چارواکي وايي، یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د ساغر په ولسوالۍ کې خپل ځان زندۍ کړی دی. د غور د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي وايي، د مژګان په نوم دې نجلۍ د کورني تاوتریخوالي له کبله ځان وژنه کړې ده. بلخوا له هرات څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې دغلته په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یوې ښځې او یوه سړي ځانونه وژلي دي. د هرات د حوزوي روغتون مسؤل محمد رفیق شیرزی وايي، دا دواړه پېښې له یوې بلې جلا پېښې شوې دي. د دې ځان وژنو علت لا څرګند نهدی.
په دغه ځای کې د یو ترکمن ځوان د واده مراسم تر سره کیږي. په اوږد مهاله کلونو کې د روحي او راواني ستونزو سره سره افغان ترکمنو ځوانانو د نورو قومونو په څېر خپل تېر تاریخي یادونه له یاده نه دې ویستلي. ویډیو: عالم رحمانیا ایډیټ: ابراهیم صافی
دا غونډه پر داسې مهال کېږي په جون کې لومړی افغان حکومت او بیا طالبانو اوربند اعلان کړ چې د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون یې د نړۍ ګڼو هېوادونو او ملګرو ملتونو ملاتړ وکړ.
دا د بهرنیو چارو وزیر په توګه د دندې تر پیلولو وروسته، د نوموړي افغانستان ته لومړی سفر دی. پامپېو پر داسې مهال کابل ته تللی دی چې ټاکل شوې د جولای پر ۱۰مه او ۱۱مه په سعودي عرب کې
په ترکیه کې د اورګاډي د ټکر په پېښه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي. پېښه پرون یکشنبه رامنځته شوې ده. د ترکیې چارواکو ویلي، هغه اورګاډی چې ۳۶۰ مسافر پکې سپاره وو، د دې هېواد په شمال لوېدیځ تیکرداګ ولایت کې ناڅاپه له پټلۍ ووت. د تیکرداګ والي محمد چیلان د ان ټي وي ټلویزوني چېنل ته ویلي چې پېښه د هوا د خرابوالي له کبله پېښه شوې ده.
د ارزګان ولایت سیمهییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له غیر مسؤله وسلهوالو یې ۲۰ میله سپکې او درنې وسلې او ۲ رنجر موټر اخیستي دي. د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد معروف احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یادې وسلې او موټرونهيې په دغه ولایت کې د صالح محمد په نوم له یوه زورواکي څخه اخیستي دي. نوموړی وايي، دغه لړۍ دوام لري او ډېر ژر به په دغه ولایت کې له ټولو غیر مسؤله وسلهوالو او زورواکو څخه وسلې او نور دولتي وسایل هم راټول کړي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په جنوب کې د... Читать дальше...
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له غیر مسؤلو وسله والو یې ۲۰ میله سپکې او درنې وسلې او ۲ رنجر موټر اخیستي دي. د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد معروف احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یادې وسلې او موټرونه يې په دغه ولایت کې د صالح محمد په نوم له یوه زورواکي څخه اخیستي دي. نوموړی وايي، دغه لړۍ دوام لري او ډېر ژر به په دغه ولایت کې له ټولو غیر مسؤلو وسله والو او زرواکو څخه وسلې او نور دولتي وسایل هم راټول کړي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په جنوب کې د ۲۰۵... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو چارواکو ویلي چې د امریکا د پوځ یو سرتېری چې ظاهراً د افغانستان په جنوب کې په یوه نفوذي حمله کې ووژل شو، د کلیفورنیا د ایالت و. د امریکا د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ د دې سرتېري نوم جوزېف ماسیل یاد کړی او ویلي یې دي چې نوموړي د سوت ګېټ د ښار اوسېدونکی و. نوموړی د شنبې په ورځ د ارزګان په ترینکوټ کې ټپي او وروسته د ټپونو له کبله مړ شو. په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت ویلي چې په دې پېښه کې دوه نور امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.
افغان چارواکي وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه ناڅاپي سفر نن کابل ته رارسېدلی دی. یوې ...
په سیمه کې یوه وزیرستاني کډوال برمل خان سیدګي د جولای پر نهمه په ټېلېفون مشال راډیو ته وویل، له وزیرستانیو سره مرستې هم کمې کېږي او ان خواړه هم په وخت نه ورکول کېږي.
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور او د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال ...
د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړي د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور او د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال...
ټاکل شوې چې د ووشو فدراسیون د ۱۴ کلنو او ۱۲ کلنو تنکیو ځوانانو ترمنځ په کابل سیالۍ ترسره شي. د دغه فدراسیون رئیس سید رحمان یورش نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، په دغو لوبو کې د کابل له بېلابېلو برخو د ووشو کلپونه برخه اخلي. د نوموړي په خبره، له کابله وروسته دغه سیالۍ د هېواد په نورو زونونو کې هم ترسره کېږي. د افغانستان د ووشو فدراسیون دا مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۴۰۰ کلپونه لري چې لوبغاړي یې په نړیوالو او اسیايي سیالیو کې ۴۸۷ مډالونه ګټي دي.
د افغانستان د کیک بوکس ملي ټيم په اسیايې لوبو کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو. د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، په دغو لوبو کې شل بېلابېل هېوادونه برخه لري او د افغانستان په استازیتوب اووه لوبغاړي، یو روزونکی او یو لوبډلمشر ګډون کوي. دغه لوبې په تهران کې ترسره کېږي. لوبې به د جولای له ۱۱مې نېټې پیل او درې ورځې به دوام وکړي. افغان لوبغاړو په تېرو لوبو کې یو د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د بُرنزو مډال ګټلی دی.
د جولای پر شپږمه د پاکستان احتساب عدالت صفدر ته له خپل خسر نواز شریف او له خپلې ښځې مریم نواز سره په لندن کې د کورونو اخیستو په یوه قضیه کې د شراکت او مرستې د تورونو پر اساس د یو کال بند سزا واوروله.
ټاکل شوې چې سبا سې شنبه د اسلامي نړۍ د علماوو کنفرانس د سعودي عربستان په جدې ښار کې ترسره شي.
د افغانستان د مشرانو جرګې ځیني غړي او د حقوقي چارو یو شمېر پوهان وايي، د موازي ادارو جوړول د کاري تداخل او ...
د افغانستان د مشرانو جرګې ځیني غړي او د حقوقي چارو یوشمېر پوهان وايي، د موازي ادارو جوړول د کاري...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости