په غور کې د روغتیايي کلینیک امبولانس له ۶ تنو سره تښتول شوی
افغان چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو په غور ولایت کې د لعل ولسوالۍ د روغتیايي کلینیک امبولانس له شپږ تنو سره تښتولی دی. په تښتول شوېو کسانو کې د امبولانس د ډریور او د یو روغتیايي کارکوونکي په ګډون ۴ محصلین وو چې درې یې نجونې وې. د غور ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر جمعه ګل ازادي راډیو ته وویل: "دا کسان هغه مهال د دولتیار ولسوالۍ کې د لارې په اوږدو کې تښتول شوي چې غوښتل یې د لعل ولسوالۍ ته سفر وکړي. دا چې چا تښتولي او چيرې یې تښتولي په اړه یې معلومات نهلرو." د یعقوبي په وینا تراوسه پورې... Читать дальше...