امریکا کې ماریا بوتینا په کوم دلیل ونیول شوه
د روسيې يوه اوسېدونکي په امريکا کې توقيف شوې. پر دې تور دی چې د روسیې لهخوا د امريکا له سياسي کړيو سره د اړيکو...
د روسيې يوه اوسېدونکي په امريکا کې توقيف شوې. پر دې تور دی چې د روسیې لهخوا د امريکا له سياسي کړيو سره د اړيکو...
نیویارک ټایمز : طالب مشرانو خپل لاس لاندې کسانو ته امر کړی چې په ښارونو کې بمي بریدونه ونه کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل روسی سیال ولادمیر پوتین د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې د تورونو لپاره مسوول وباله او د اسراییلو پارلمان نن هغه دولتي لایحه تصویب کړه چې له مخې یې یواځې یهودان د اسراییل واکمنان بولي. ازادي سټوډیو - د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د کندز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دغه ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمبار کې ۲۰ تنه ملکي...
د کندز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دغه ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمبار کې ۲۰ تنه ملکي...
د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې تفریحي پارک د ښاروالۍ له لوري د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت په اساسي ډول رغول کېږي او چارې یې نن ورځ رسماً پیل شوې. په همدې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شېر بادشاه ارګوني وویل چې د مرکز ښرنې تفریحي پارک که څه هم پخوا جوړ شوی وو خو په وینا یې په ډېرو برخو کې ستونزې لري چې په بیا رغونې سره به یې یادې ستونزې هوارې شي. ښاغلي ارګوني زیاته کړه، د پارک د ترمیم له چارو به په خپل وخت سمه څارنه کېږي څو چارې یې د قرارداد مطابق په اساسي شکل ترسره شي. ... Читать дальше...
د پاکستان بشري حقوقو کمیشن غړیو په مستونګ او پېښور کې د خونړیو پېښو پرضد د کوټې پرېس کلب مخې ته په احتجاجي مظاهره کې غوښتنه کوله چې حکومت دې د راتلونکيو انتخاباتو پر مهال ولس او امېدوارانو ته امنیت ورکړي. له کوټې د ایوب ترین ویډيو
د پاکستان پخواني وزيراعظم او مسلم ليګ ن رهبر نواز شريف د سياسي ژوند په اړه د ګل اياز ويډيو وګورئ
وطندوست په شبرغان کې د ځان په ګډون اووه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. هغه وايي ځوانان دې د نورو هېوادونو له تګ نه لاس په سر او په هېواد کې دې د کار په لټه کې شي. ویډیو: عالم رحمانیار ایډېټ: ابراهیم صافی
پېښور های کورټ خېبر پښتونخوا حکومت ته حکم کړی چې ځينو هنرمندانو او ادیبانو ته هره مياشت ورکول کېدونکې۳۰ زره روپۍ دې ودروي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد له پنځلس کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د هېوادونو د فوټبال په سیالیو کې د ګډون په هدف د ازبکستان په لور روانه شوه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د یوې اعلامیې په اساس دا د دې سیالیو دوهم پړاو دی چې د ازبکستان په کوربه توب ترسره کېږي. په اعلامیه کې راغلي دي چې افغان لوبډلې دغه سالیو ته پوره چمتوالی نیولی او تمه ده چې له خپلې اتلولې به دفاع وکړي. د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو لوبډلې تېر کال د دغه سیالیو اتلولي ترلاسه کړې وه. Читать дальше...
د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهر د مړینې یوولسم تلین د پنجشبنې په ورځ په کابل کې ولمانځل شو...
د افغانستان د غازي امان الله خان «ليست ای» کرکټ یو ورځینو سیالیو کې لوبڅار ته د سپکاوي په تور ګلبدین نایب په دوه لوبو کې بند کړای شو. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې چې له دوه لوبو بندیز وروسته ښاغلی نایب کولای شي دوباره سیالیو ته راوګرځي. ګلبدین نایب په روانو سیالیو کې د میس عینک لوبډلې لوبډلمشر دی چې اوس يې پر ځای افسر ځاځی د لوبډلې مشرۍ دنده پرمخ وړي. په همدې حال کې نن د دې سیالیو په ننۍ لوبه کې میس عینک لوبډله د کابل لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې ده. د سیالۍ پچه کابل... Читать дальше...
نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې میشتو لسګونو وزګارو او بې کسبه وزیرستانیو کډوالو لپاره په څلورو برخو کې د کسبونو او حرفو د زده کړې شپږ میاشتنۍ پروګرام پیل شو.
له افغان فلم نه جمهوري ریاست ته د تاریخي او مستندو فلمونو د ارشیف د لېږد په اړه له انتقادونو سره سره ولسمشر ...
په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د ښوونځیو او د معارف د نورو تأسیساتو د امنیت په اړه له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره خبرې او مشوره کوي. د ننګرهار والي حیات الله حیات نن ازادي راډیو وویل: "موږ نه غواړو چې ښوونځي او پوهنتونونه په پوځي اډو بدل شي له دې امله، باور لرو چې د تعلیمي موسسو د امنیت په ټینګولو کې ولس مهم رول لوبولای شي." په ننګرهار کې پرښوونځیو او د معارف پر کارکوونکو حملې په بې ساري ډول زیاتې شوي دي. یوازې د دې ولایت په یوه ولسوالۍ، خوګیاڼو کې لس ښوونځي تړل شوي او د ملک یار هوتک لېسې درې کارکوونکي ووژل شول.
د افغانستان جمهوري ریاست، احمدشاه زمانزی د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس وټاکه. د ارګ د مطبوعاتي دفتر ویاند، شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل چې زمانزی د دې ادارې د ریاست وړ بلل شوی او باور لري چې دا مسؤلیت به ښه سر ته ورسوي. د افغانستان د انتخاباتو د خپلو اک کمېسیون ویاند نن ازادي راډیو ته وویل چې د کمېسیون د دارالانشا نوی ټاکل شوی رئیس به ډېرژر خپل کار پېل کړي.
د جوزجان په مرکز شبرغان کې نن پنجشنبه د مظاهرو له امله دولتي دفترونه وتړل شول. په شبرغان کې مظاهرهچیانو چې نن لارو او سرکونو ته را وتلي وو، غوښتنه کوله چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ، سرپرست امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري باید له توقیفه خوشې شي. د افغانستان حکومت وايي، قیصاري له قانونه د سرغړونې او له صلاحیته د سو استفادې په تور نیول شوی دی. په شبرغان کې د نننۍ مظاهرې یوه ګډونوال محمد ابراهیم غازي نن د ازادي راډیو ته وویل چې د والي د دفتراو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د سیمهییزدفتر په ګډون... Читать дальше...
د افغانستان حکومت د دې خبر هرکلی وکړ چې وسلهوالو طالبانو ته په لویو ښارونو کې د حملو د بندولو امر شوی دی. د وسلهوالو طالبانویوه ویاند، ذبیح الله مجاهد پرون نیویارک ټایمزورځپاڼې ته ویلي و چې په لویو ښارونو کې د انتحاري حملو او چاودنو د بندولو امر ورته شوی دی. د ارګ د مطبوعاتي دفتر یوه ویاند، شاه حسین مرتضوي پهدې اړه په غبرګون کې وویل چې دولت د ولس د کرارۍ او امنیت لپاره هر ګام مثبت ګڼي. مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل چې په سعودي عرب کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو د فتوا تر خپرېدو وروسته،... Читать дальше...
د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې یا «اېف.بي. ای» ویلي چې روسیې د ناسمو خبرونو، پروپاګند او د امریکا په خلکو کې د اختلافاتو د تحریک لپاره پټو عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د «اېف.بي. ای» مشر کریسټوفر اې. ری پرون په کلورادو ایالت کې د اسپین امنیتي فورم غونډې ته وویل، ادارې ته یې څرګنده شوې چې مسکو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې مداخله کړې وه. کریسټوفر اې. ری وویل: "روسیې هڅه کړې وه چې په وروستیو انتخاباتو کې مداخله وکړي او د خصمانه نفوذ عملیات یې تر نن ورځې دوام لري... Читать дальше...
افغان حکومت وايي، نړیوالو متحدینو د څارنې او انسجام د بورډ په ۲۱مه ناسته کې د فساد پر وړاندې د مبارزې او ...
د افغانستان دفاع وزارت وايي، که د سیمې هېوادونه خپلې پولې خوندي کړي دا په افغانستان او سیمه کې د امنیت...
افغان حکومت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغه راپور په اړه چې طالبان په ښارونو کې انتحاري حملې نهکوي وايي....
دلته مو هڅه کړې چې یوازې د نورستان د مرکز پارون او واما ولسوالیو ښکلا په انځوریزه بڼه در وښیو. د ازادي راډیو خبریال روح الله انوري د نورستان دغه ویډیویي راپور جوړ کړی چې دلته یې کتلی شئ. ایډېټ: ابراهیم صافی
د بلخ د کرنې رئیس د دې ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ماهیانو د روزنې د یو فارم د جوړېدو خبر ورکوي. سراج الدین مهربان نن ازادي راډيو ته وویل چې د ماهیانو د روزنې دغه فارم په لس جریبه ځمکه کې جوړ شوی چې ۲۷ حوضونه لري. نوموړی وايي چې پر دې پروژه دوه نیم میلیونه افغانۍ لګښت شوی چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ له برخې ورکړی شوي دي. نوموړی وايي چې په یاده پروژوه کې د سیمې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости