چارواکي: په ننګرهار کې د داعش د ښاري شبکې د بریدونو مشر ووژل شو
![چارواکي: په ننګرهار کې د داعش د ښاري شبکې د بریدونو مشر ووژل شو](https://gdb.rferl.org/19F0581C-2F80-448B-8FD7-980B864A1EDE_w800_h450.png)
په ننګرهار کې چارواکي وايي، د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش د ښاري شبکې د بریدونو مشر په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د داعش دا مهم غړی په "مهاجر " مشهور و او په ننګرهار او کابل کې یې په سترو حملو کې لاس درلود.
عطالله خوګیاني وویل:
"عملیات د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د بهسودو ولسوالۍ په مقام خان سیمه کې کړي، د هغو معلوماتو پر اساس چې له موږ سره شریک شوي، مهاجر د جلال اباد ښار د کرکټ په لوبغالي، د مستوفیت او د پوهنې ریاست پر ودانیو او همدا راز په کابل کې ښار کې د ګڼ شمېر ترورېستي بریدونو او ریموټ کنټرول ماین جوړونې او چاودونو کې لاس درلو. "
د ننګرهار د والي ویاند زیاته کړه چې په بهسودو ولسوالۍ کې د داعش د غړي پر کور په عملیاتو کې دوه ماینونه هم موندل شوي چې له ټيليفون سره عیار شوي وو.
د ننګرهار د والي ویاند د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه او ویې نه ویل چې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو ته زیان رسېدلی که نه.