په ایران کې مظاهره کوونکي له پولیسو سره په شخړه اوښتي
![په ایران کې مظاهره کوونکي له پولیسو سره په شخړه اوښتي](https://gdb.rferl.org/27D3CEBB-FC3A-4E12-96E3-81B5C4818140_w800_h450.jpg)
د ايران محلي رسنيو راپور ورکړى چې د دغه هېواد په جنوب لوېديځ کې په سلګونو کسان چې د څښاک-اوبو د کموالي له کبله يې مظاهره کوله، له پوليسو سره په شخړه واوښتل.
دولتي اژانس ايرنا وايي، مظاهره چيان پرون په خُرمشهر کې راغونډ شوي وو او د ايراني چارواکو پرضد يې شعارونه ورکول.
اژانس وايي، پوليسو پرون ناوخته پر مظاهره چيانو چې پر پوليسو يې د ډبرو ګوزارونه کول، اوښکي بهوونکي ګاز وکارول.
په راپور کې ويل شوي چې تېره شپه هم دغه ناکرارۍ روانې وي.
د خُرمشهر د مظاهرو په ويډيوګانو کې چې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوي، د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي، خو د دغو ويډيوګانو کره والى نه دى تاييد شوى.
دولتي ټلوېزيون راپور ورکړى چې نامعلوم شمېر مظاهره چيان نيول شوي او ځينو يې وسلې درلودې.
د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي وويل، په تاوتريخوالي کې يو تن ټپي شوى دى.