کیلاشۍ ښځې د سیلانیانو له ناوړه چلنده سرټکوي
![کیلاشۍ ښځې د سیلانیانو له ناوړه چلنده سرټکوي](https://gdb.rferl.org/261874ca-1ec0-404d-bf87-b998f7a7133e_tv_w800_h450.jpg)
څه موده مخکې پر ټولنیزو رسنیو د کیلاش یوه ویډیو مشهوره شوې وه چې پکې یو کس د هغې سیمې د ښځو انځور او ویډیو اخیستل غواړي او هغوی یې منع کوي. هغه ویډیو د ۲۰۱۵ز کال وه او مشکوک سړی د پېښور پولیسو نیولی دی. په ویډیو کې یوه نجلۍ ښودل شوې. موږ کیلاش ته ورغللو او له هغې سره مو د پېښې په اړه خبرې وکړې.