کابل او خوست کې د ۶ زونونو د «A» لېست کرکټ سیالۍ پېلېږي
![کابل او خوست کې د ۶ زونونو د «A» لېست کرکټ سیالۍ پېلېږي](https://gdb.rferl.org/7969C0D5-102B-403F-ADFF-ACC8860FB168_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ په کابل او خوست کې د شپږو زونونو ترمنځ د «A» لېست کرکټ سیالۍ پېل شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ د ۱۹ کلنو، الف او د کورني کرکټ لوبغاړو ته د لوبېدو موقع ورکړل کېږي.
د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې د اې لېست سیالیو شپږ لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې په الف ګروپ کې کابل، بند امیر او امو لوبډلې او په ب ګروپ کې مس عینک، سپین غړ او بوست زون لوبډلې شاملې دي.
د دغو سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۷ کال کې په خوست او ننګرهار کې ترسره شوې چې سپين غر زون لوبډلې يې اتلولي وګټله او سږکال دغه سیالۍ د جولای له لسمې نېټې نه په کابل او خوست لوبغالو کې پلېږي.