یوه ځوانه روسۍ نجلۍ تر یوه اعتراض وروسته ونیول شوه
یوه ځوانه روسي نجلۍ د روسیې په سن پټرزبرګ ښار کې د فوټبال د نړیوال جام لوبو ستډیوم ته مخامخ تر یوه اعتراض وروسته ونیول شوه.
هغې چې په وینو لړلی کمېس اغوستی و ویل یي چې د خپل هېواد ستونزو ته د خلکو د پام اړولو لپاره یې پهدې اعتراض لاس پورې کړی دی.
۱۶ لیکا پیترووسکا پرون سې شنبه رویټرز خبري اژانس ته وویل چې غوښتل یې په دې توګه وښیې د ټولنې دننه واقعیتونه د هغه څه په مقایسه چې نړۍ ته ښودل شوي، دومره ښه نهدي.
روسیه هڅه کوي د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال نړیوال جام لوبو په کوربهتوب خپله تر ټولو ښه څېره نړۍ ته وښیې.
د روسي مسؤلینو نرمښت او چلند د دغو لوبو ګډونوال حیران کړي دي.