چارواکي: په ارزګان کې ۲۴وسله وال طالبان وژل شوي
![چارواکي: په ارزګان کې ۲۴وسله وال طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/09A97DFA-F32B-4695-97C1-CC6AABD5C076_w800_h450.jpg)
د ارزګان چارواکو د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۴۵ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
په ارزګان کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې پلي لوا ویاند جان خان نصرتي ازادي راډيو ته وویل دغه مرګ ژوبله د افغان ګډو ځواکونو لخوا د عملیاتو په نتیجه کې اوښتې ده:
"د خاص ارزګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې کماندو او هوایې ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۶ ټپیان دي، دغه راز د دهراود او ترینکوټ ترمنځ لاره کې د عملیاتو پر مهال ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي."
ښاغلی نصرتي وایي، د دهراود -ترینکوټ ترمنځ لاره کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې پرمختګ شوی او په وینا یې ډېر ژر به دغه راز د ملکي وسایطو پر مخ خلاصه شي.
وسله والو طالبانو بیا په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.