د «ویټالټي بلاسټ» سیالیو کې راشد خان دوه ویکټې ترلاسه کړې
د بریتانیا د ویټالټي بلاسټ د ۲۰ اوورېزه کرکټ سیالیو په څلورمه لوبه کې افغان ورو توپ اچونکي راشد خان دوه ویکټې ترلاسه کړې.
دغه لوبه چې تېره شپه ترسره شوه ساسیکسر لوبډلې چې افغان راشد خان هم په کې لوبېږي لیسیسټر شایر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په دې سوداګریزو سیالیو کې د راشد خان ترڅنګ دوه نور افغان لوبغاړي محمد نبي او مجیب ځدراڼ هم په بېلابېلو لوبډلو کې لوبېږي.
دا اول وار دی چې د کرکټ درې افغان لوبغاړي د انګلینډ په ۲۰ اوورېزه کرکټ سیالیو تجارتي لیګ کې لوبېږي، له دې وړاندې دا درې افغان لوبغاړي د هندوستان په تر ټولو سترو کورنیو سیالیو «ای.پي.اېل» کې هم لوبېدلي او ښه ځلیدلي دي.