چارواکي: د جوزجان په فیض اباد کې طالبانو حمله پر شاه تمبول شوې
![چارواکي: د جوزجان په فیض اباد کې طالبانو حمله پر شاه تمبول شوې](https://gdb.rferl.org/D197EB22-2004-4B53-9CB9-28BE3AD98B49_w800_h450.jpg)
د جوزجان چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو هغه حمله يې په شا تمبولې چې د فيض اباد ولسوالۍ پر کوکلداش کلي يې کړې وه.
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالحفيظ خاشي نن ازادي راډيو ته وويل چې شا او خوا ٤٠٠ وسله والو طالبانو پر دغه کلي حمله کړې وه.
ښاغلى خاشي وايي په جګړه کې چې د تېرې شپې له نيمايي تر نن سهاره روانه وه، ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.
دغه کلى د جوزجان د مرکز شبرغان او د بلخ د مرکز مزارشريف د لويې لارې په اوږدو کې پروت دى.
د امنيت امر وايي په نښته کې دوه افغان پوځيان هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.