کمېسیون: د ولسوالیو د شوراګانو لومړنى لېست راتلونکې اوونۍ اعلانېږي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي د ولسواليو شوراګانو د کانديدانو ابتدائيه ليست به د راتلونکې اوونۍ په پيل کې تر ارزونې وروسته اعلان کړي.
د دغه کميسيون کمشنر سيد حفيظ الله هاشمي نن ازادۍ راډيو ته وويل:
”کميسيون به دا چک کوي، د دې اوونۍ په پيل کې به هغه کسان چې ځانونه يې د ولسواليو شوراګانو لپاره کانديد کړي، نهايي کوي او رسماً به يې د افغانستان خلکو ته اعلانوي.“
د انتخاباتو خپلواک کميسيون د ولسي جرګې د انتخاباتو د کانديدانو ابتدائيه ليست تېره اوونۍ اعلان کړ.
د انتخاباتي مهالوېش له مخې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د کانديدانو لومړنى ليست بايد د چنګاښ يا سرطان مياشتې پر ٧مه خپور شوى واى.
د مهالوېش له مخې د دغو دواړو انتخاباتو د کانديدانو نهايي ليست به د زمري يا اسد مياشتې پر ١٢مه خپور شي.
د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات به د تلې يا ميزان مياشتې پر ٢٨مه وشي.