د امریکا د بهرنیو چارو وزیر شمالي کوریاته رسېدلي
د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پر ځينو مسايلو د بحث لپاره شمالي کوريا ته ورسېد.
د ده خبرې به له اټمي وسلو د شمالي کوريا د تصفيې پر پروسې او د واشنګټن او پونګ يانګ ترمنځ د اړيکو د ښه کولو پر لارو چارو متمرکزې وي.
د پيونګ يانګ په هوايي ډګر کې د شمالي کوريا د واکمن ګوند وتلي چارواکي او د استخباراتو پخواني مشر، کيم يونګ چال او د بهرنيو چارو وزير ري يونګ هو سره وکتل.
دا وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون د جون پر ١٢مه د اول وار لپاره مخامخ سره وکتل، د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لومړۍ کتنه ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو شمالي کوريا ته تر رسېدو مخکې په الوتکه کې ويلي:
"زموږ رهبرانو په سينګاپور کې د سرمشريزې پر مهال له اټومي وسلو د شمالي کوريا د بشپړې تصفيې او د دواړو هېوادونو د بدلو شويو اړيکو اهميت په ډاګه کړى و."
د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوريا د رهبر تر سرمشريزې مخکې په مې مياشت کې له کيم جونګ اون سره په مستقيم ډول کتلي وو.