چارواکي: په ارزګان کې له نامسؤلو وسله والو وسلې اخیستل شوي
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له غیر مسؤلو وسله والو یې ۲۰ میله سپکې او درنې وسلې او ۲ رنجر موټر اخیستي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد معروف احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یادې وسلې او موټرونه يې په دغه ولایت کې د صالح محمد په نوم له یوه زورواکي څخه اخیستي دي.
نوموړی وايي، دغه لړۍ دوام لري او ډېر ژر به په دغه ولایت کې له ټولو غیر مسؤلو وسله والو او زرواکو څخه وسلې او نور دولتي وسایل هم راټول کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان امام نظر ازادي راډيو ته ویلي وو چې په دغه ولایت کې۴۱۰ میله سپکې او درنې وسلې له غیرمسؤلو وسله والو سره دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې مرکزي حکومت په یو شمېر ولایتونو کې د ځايي زورواکانو خلاف اقدامات زیات کړي دي.