چارواکي: په غور او هرات کې په تېرو ۲ ورځو کې ۳ کسانو ځان وژنه کړې
په غور او هرات ولایتونو کې په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه درېیو کسانو ځان وژنې کړې دي.
په غور کې چارواکي وايي، یوې ۱۷ کلنې نجلۍ د ساغر په ولسوالۍ کې خپل ځان زندۍ کړی دی.
د غور د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي وايي، د مژګان په نوم دې نجلۍ د کورني تاوتریخوالي له کبله ځان وژنه کړې ده.
بلخوا له هرات څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې دغلته په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یوې ښځې او یوه سړي ځانونه وژلي دي.
د هرات د حوزوي روغتون مسؤل محمد رفیق شیرزی وايي، دا دواړه پېښې له یوې بلې جلا پېښې شوې دي.
د دې ځان وژنو علت لا څرګند نهدی.