د زونونو تر ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو د کرکټ اتلولي بند امیر وګټله
د زونونو په کچه تر ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو د کرکټ سیالیو اتلولي د بند امیر لوبډلې وګټله.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې د دغو سیالیو پایلوبه د بند امیر او امو لوبډلو ترمنځ وشوه چې امو لوبډلې په لومړي بېټېنګ کولو سره د ټولو لوبغاړو په زیان، په ۴۸ اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۶ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې یې بند امیر لوبډلې وکړای شول چې هدف د لوبې په ۴۹ اورونو کې د ۷ وېکټو په زیان سره پوره او لوبهیې د درېیو وېکټو په توپیر وګټله.
اکمل خان چې په پایلوبه کې یې د امو لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دغه يو ورځنۍ سیالۍ د شپږو زونونو ترمنځ له تېرو نهو ورځو راهیسې په کابل کې روانې وې چې د بند امیر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
بلخوا نن سې شنبه په کابل او خوست کې د غازي امانالله خان لېست «A» يو ورځینو سیالیو لړۍ هم پیل شوه.