بلجیم او انګلستان د دریم مقام لپاره لوبه کوي
![بلجیم او انګلستان د دریم مقام لپاره لوبه کوي](https://gdb.rferl.org/EE2D6E4F-D9E7-410E-9C5F-0A0D6CAB3634_w800_h450.jpg)
په روسیه کې د 2018 میلادي کال د فوټبال د نړیوال جام د ګټلو لپاره سیالۍ ټاکونکي پړاو ته رسېدلې دي.
ټاکل شوې چې نن شنبه د بلجیم او انګلستان د فوټبال لوبډلې د دریم مقام لپاره سره مخامخ شي.
خو سبا د فوټبال د مینه والو لپاره ډېره مهمه ورځ ده.
ټاکل شوې چې سبا یک شنبه به وروستۍ لوبه وي او د فرانسې د فوټبال لوبډله به د کرویشیا له لوبډلې سره مخامخ کېږي.
په وروستیو څو لسیزو کې ،دا اول وار دی چې د کرویشیا د فوټبال لوبډله د نړیوال جام د ګټلو لپاره وروستي پړاو ته رسېدلې ده.
د فرانسې د لوبډلې پلویان هم د فاینل مسابقې یا وروستۍ لوبې پېل ته په بې صبرۍ شېبې شمېري.