د امریکا د کانګرس ځینو غړو د ټرمپ او پوتین د کتنې لغوه کېدل غوښتي
د امریکا د کانګرس یو شمېر مخکښو غړو د روسيې له جمهور رئیس سره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کتنې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې ډونالد ټرمپ او ولادمیر پوتین را روانه دوشنبه د فنلنډ په مرکز هلسنګي کې له یو بل سره وویني.
د امریکا د عدلي وزارت په دې وروستیو کې داسې اسناد خپاره کړل چې ښيي روسيې د متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې ده.
د امریکا د عدلي وزارت د جمعې په ورځ د روسيې ۱۲ استخباراتي افسران د امریکا د ډموکراټ ګوند د ملي کمېټې د ایمېلونو په هک کولو او هغو اسنادو په خپرولو تورن کړل چې په تېرو انتخاباتو کې يې د ډونالد ټرمپ سیالې هيلري کلنټن ته سخته ضربه رسولې ده.
خو د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې داسې هېڅ شواهد نشته چې ثابته کړي چې دغو دولسو روسي وګړو د امریکا د ډموکراټ ګوند ایمېلونه هک کړي دي.