چارواکي: په جوزجان کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جنګ روان دی
په جوزجان ولایت کې چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو او داعش یا اسلامي دولت ډلې تر منځ جنګ روان دی.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ازادي راډیو ته وویل چې د دغو دوو ډلو جنګ ورځ تر بلې سختېږي او نن شپږمې ورځې ته داخل شوی.
د هغه په خبره، په تازه وژل شویو کسانو کې د داعش پنځه بهرني غړي چې پکې د داعشیانو درې ښځې او یو ډاکتر شامل دي، وژل شوي او اخوا د وسله والو طالبانو څلور غړي هم له منځه تللي دي.
د جوزجان چارواکي وايي چې طالبانو او داعش ډلې په درزاب کې دا جنګ پیل کړی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.