د جنبش ګوند سلګونه پلویانو په تخار کې مظاهرې وکړې
![د جنبش ګوند سلګونه پلویانو په تخار کې مظاهرې وکړې](https://gdb.rferl.org/45DF369D-8966-43C1-955F-AC7CB06FD543_cx5_cy11_cw55_w800_h450.jpg)
د جنبش ګوند سلګونه پلویانو نن په تخار کې مظاهرې وکړې.
د ازادي راډیو خبریال وايي، مظاهره چیانو نن سې شنبه د تخار او کندز او همدا راز د تخار او بدخشان سړکونه بند کړي دي.
مظاهره کوونکو په تخار کې دولتي دفترونه بند کړي دي.
د مظاهره چیانو غوښتنه داده چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري چې له قانونه د سرغړونې په تور نیول شوی، خوشې شي.
مظاهره چیانو همدا راز غوښتنه کوله چې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم ژر تر ژره افغانستان ته راستون شي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، اعتراض د خلکو حق دی، خو پر قانون د تېري او ملي ادارو او عام المنفعه بنسټونو ته د زیان رسولو حق نه لري.