افغان حکومت د طالبانو په اړه د یوه خبر هرکلی وکړ
د افغانستان حکومت د دې خبر هرکلی وکړ چې وسلهوالو طالبانو ته په لویو ښارونو کې د حملو د بندولو امر شوی دی.
د وسلهوالو طالبانویوه ویاند، ذبیح الله مجاهد پرون نیویارک ټایمزورځپاڼې ته ویلي و چې په لویو ښارونو کې د انتحاري حملو او چاودنو د بندولو امر ورته شوی دی.
د ارګ د مطبوعاتي دفتر یوه ویاند، شاه حسین مرتضوي پهدې اړه په غبرګون کې وویل چې دولت د ولس د کرارۍ او امنیت لپاره هر ګام مثبت ګڼي.
مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل چې په سعودي عرب کې د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو د فتوا تر خپرېدو وروسته، زیاتو وسلهوالو طالبانو له جګړې لاس اخېستی دی.
خو ذبیح الله مجاهد نن رسنیو ته یو پیغام استولی او ویلي یې دي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې یې خبرې تحریف کړي دي.