د کندز په امام صاحب کې د محلي پولیسو ۱۲سرتیري وژل شوي
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې ځايي چارواکي وايي، دغلته د محلي پولیسو ۱۲ تنه سرتیري وژل شوي دي.
یوې امنیتې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، نن جمعه «جولای ۲۰ مه» ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسلهوالو طالبانو د امامصاحب ولسوالۍ په امام الدین څلور لارې کې د سیمهییزو پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې پهکې ۱۲ سرتیري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
خو د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعاماالله رحماني مني چې په برید کې سیمهییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د مرګ ژوبلې د دقیق شمېر په اړه یې جزئیات ورنهکړل.
ښاغلي رحماني زیاته کړه چې تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو هم د امام صاحب په ولسوالۍ کې وسلهوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د کنجک په کلي کې یې درې له لاسه وتلي پوستې بېرته نیولي دي.