د پاکستان د سفارت مخې ته د سولې د ولسي حرکت د پرلت نن ۱۰ مه ورځ ده
![د پاکستان د سفارت مخې ته د سولې د ولسي حرکت د پرلت نن ۱۰ مه ورځ ده](https://gdb.rferl.org/51BF7C51-1B3D-4773-B782-5A796556616F_w800_h450.jpg)
په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته د سولې ولسي حرکت د غړو پرلت يا تحصن نن لسمې ورځې ته ورسېد.
د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل، تر اوسه د پاکستان د سفارت کوم استازي له دوى سره نه دي کتلي.
دی زیاتوي:
"تر اوسه پاکستاني چارواکو موږ ته ځواب نه دى راکړى، نه هم له هغوى سره زموږ د پوښتنو ځوابونه شته، ځکه په تېرو ٤٠ کلونو کې دغه پاکستان دى چې د افغانستان په خاوره او ولس کې لاسوهنه کوي او تر اوسه يې له دغو چارو لاس نه دى اخيستى."
دغه حرکت تر دې مخکې د روسيې او امريکا د سفارتونو او دغه راز په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوى ماموريت يا يوناما د دفتر مخې ته دغه ډول پرلت کړى و.
دغه حرکت وايي، د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو له لارې د هغوى له ولسونو غواړي چې په افغانستان کې د سولې او پخلاينې لپاره پر خپلو حکومتونو فشار راولي.
د سولې ولسي حرکت وايي، وروسته به د ايران د سفارت مخې ته خپل پرلت يا تحصن پيلوي.