په هرات کې د طالبانو د ۲ ډلو خپلمنځي نښته کې ١١ کسان وژل شوي
![په هرات کې د طالبانو د ۲ ډلو خپلمنځي نښته کې ١١ کسان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/333EEFCF-EE98-4F43-90C4-2777930F4D64_w800_h450.png)
د هرات ولايت چارواکي وايي چې په ادرسکن ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو سيالو ډلو ترمنځ په وسله واله نښته کې له دواړو لوريو ١١ کسان وژل شوي دي.
د والي وياند جېلاني فرهاد نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل، په دې پېښه کې له دواړو لوريو نامعلوم شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.
بل خوا قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، وايي چې دوى شپږ اربکي وسله وال وژلي دي.
تر دې مخکې هم د ملا هبت الله اخندزاده او د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ دا ډول نښتې شوې دي.