نېکلسن او ووټل په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي بریالۍ وبلله
په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن او د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل نن په یوه خبري غونډه کې په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي بریالۍ وبلله.
دواړو امریکايي قوماندانانو په کابل کې خبریالانو ته په خبرو کې ټینګار وکړ چې دا پلان کار ورکوي، خو په عین حال کې یې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې پر پیاوړتیا اندېښنه څرګنده کړه.
امریکايي قوماندانان افغانستان کې د داعش ډلې پر پیاوړتیا په داسې حال کې اندېښنه څرګندوي چې دې ډلې پرون هم په کابل کې هوايي ډګر ته نېږدې د یوه خونړي برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
دواړو لوړو پوړو امریکايي قوماندانانو په خبري غونډه کې افغانستان ته د ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ستنېدو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د نوموړي په راستنېدو سره به د افغانستان په شمال کې امنیتي وضعيت بهتر شي.
دواړو امریکايي قوماندانانو پر پاکستان یو وار بیا ټینګار وکړ چې د سیمې د سولې لپاره دې نور اقدامات وکړي.
اخوا له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال جوزف ووټل سره په یو کتنه کې د ټاکنو د امنیت، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او لا پیاوړتیا او له ترورېزم سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړې.