د افغانستان د۱۵کلنو تنکیو ځوانانو فوټبال ټیم قرغیزستان مات کړ
![د افغانستان د۱۵کلنو تنکیو ځوانانو فوټبال ټیم قرغیزستان مات کړ](https://gdb.rferl.org/3F4B65E1-4673-4AEF-9883-470D128D1BAE_cx67_cy41_cw31_w800_h450.jpg)
د مرکزي اسیا د فوټبال په سیالیو کې د افغانستان د ۱۵کلنو تنیکو ځوانانو فوټبال لوبډلې د قرغیزستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان او قرغیزستان تر منځ دا سیالي تېره ورځ د ازبکستان د پخټاکور په لوبغالي کې ترسره شوه چې افغان ځوانانو وکولای شول د لوبې په لومړی نیمایي کې دوه ګولونه ووهي.
قرغیزستان بیا په دویمه نیمايي کې یو ګول وواهه او له دې سره لوبه افغانستان ۲ د یو پر وړاندې وګټله.
د ۱۵کلنو ځوانانو تر منځ د مرکزي اسیا د فوټبال سیالۍ تېره اوونۍ د ازبکستان، افغانستان، تاجکستان او قرغزیستان لوبډلو تر منځ پیل شوی دي.