د لوړو زده کړو وزارت د استاد شجاع الدین خراساني نیول تائید کړل
![د لوړو زده کړو وزارت د استاد شجاع الدین خراساني نیول تائید کړل](https://gdb.rferl.org/8698DCA9-C113-4F90-978A-B1BCFB6DBD6C_w800_h450.jpg)
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت مني چې د شجاع الدین خراساني په نوم د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد د ملي امنیت د ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
د دې وزارت ویاند محمد ضیا ساحل نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې پرته له دې چې د استاد خراساني جرم تائید کړي وویل د هغه په اړه پلټنې روانې دي.
له دې وړاندې یو شمېر سرچنیو ویلي دي چې د افغانستان ملي امنیت نن د برهان الدین رباني د ښوونې او روزنې د پوهنتون استاد شجاع الدین خراساني له یوې محصلې سره د جبري جنسي اړیکې پر مهال نیولی دی.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې له پلټنو وروسته به د دغه خبر د تصدیق یا رد په اړه بشپړ جزیات خپاره کړي.