افغان کرکټ بورډ د ایرلند پر وړاندې لوبډله اعلان کړه
د افغانستان کرکټ بورډ نن د ایرلند پر وړاندې د نړیوالو ۲۰ اوریزو او یو ورځنیو سيالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.
د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل د دوه مختلفو فارمټونو لپاره د لوبډلې ځانګړنو ته په اشارې وویل دوی دغو سیالیو ته وړ او ځوان لوبغاړي ټاکلي دي چې نتیجه بهيې د راتلونکي نړیوال جام لپاره هم اغېزمنه وي.
په اعلان شوې لوبډله کې د حضرتالله ځاځی، وفادار مومند، سید احمد شیرزاد په څېر ځوان لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی او د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی میرویس اشرف هم بېرته راستون شوی دی.
د لوبغاړو د غوراوي کمېټه وايي چې شاه پور ځدراڼ، نور علي ځدراڼ او حمید حسن د ټپونو له امله تر درملنې لاندې دي، نو ځکه د غواروی په بهیر کې په پام کې نهدي نیول شوي.
افغانستان د راروانې اګست میاشتې له ۲۰مې نيټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې د ایرلند پر وړاندې د ایرلند په کوربهتوب درې ۲۰ اوریزې او درې یو ورځنۍ سیالۍ لري.