د امریکا پوځ په چهاردره کې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعاوې څېړي
![د امریکا پوځ په چهاردره کې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعاوې څېړي](https://gdb.rferl.org/2491AE37-5A8C-4EF0-91E3-780E80BBFC70_w800_h450.jpg)
د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې د جولاي په نولسمه نېټه بمبارد وشو او سیمېزو چارواکو ادعا وکړه چې د ښځو اوکوچنیانو په ګډون ، څوارلس ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکا دپوځ ویاند، مارتین اودونېل ویلي چې په چهادره ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته تحقیق وکړ خو څرګنده نه شوه چې ملکي وګړي وژل شوي دي.
خو د امریکا پوځ پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوي به له خپله لوري هم څېړنه وکړي.