ډونالد ټرمپ غواړي د روسیې له ولسمشر سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري
![ډونالد ټرمپ غواړي د روسیې له ولسمشر سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري](https://gdb.rferl.org/6DFAD273-AE86-43BA-9968-A0ADE5663D98_w800_h450.jpg)
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ غواړي چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.
د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار، جان بولټون وویل، دواړه ولسمشران به تر هغه وروسته سره وګوري چې د عدلیې وزارت په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه خپله څېړنه بشپړه کړي.
بولټون پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې دا خبره کړې ده.
خو د روسیې د جمهوري ریاست یوه چارواکي د سې شنبې په ورځ وویل چې پوتین منتظر دی چې له ټرمپ سره په هلسینکي کې د هغه د بحث پارونکې کتنې په اړه غوغا کمه شي بیا به له ټرمپ سره د بیا کتنې په اړه پرېکړه وکړي.