د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو یوه ډله نیول شوې
![د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو یوه ډله نیول شوې](https://gdb.rferl.org/1FE6E67D-20E7-429A-B05D-59F1EC00197D_w800_h450.jpg)
د غزني د والي ویاند، محمد عارف نوري پرون چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د وسلهوالو طالبانو دا ډله د اندړ ولسوالۍ په نور المدارس مدرسه کې نیول شوې ده.
محمد عارف نوري وايي:
"د وسلهوالو مخالفانو یوه ۳۶ کسیزه ډله چې ۱۱يې قوماندان دي، د اندړو ولسوالۍ په نور المدارس مدرسه کې د غونډې په وخت کې نیول شوې ده. هغوی جلسه درلوده او پر امنیتی پوستو يې د ترورېستي حملو پلان جواړوه."
د غزني د والي ویاند وویل چې وسلهوالو طالبانو له دې مدرسې د وسلهوالو د جذب او د تخریبي فعالیتونو د ادارې د مرکز په توګه کار اخیست.
د نوري په وینا، په اندړ ولسوالۍ کې په دې عملیاتو کې د نور المدارس پر مدرسې په پوځي عملیاتو کې د مدرسې ښوونکو او زدهکونکو ته زیان نهدی رسېدلی.