ننګرهار والي: امنیتي ځواکونه د خلکو خونديتوب لپاره چمتووالى لري
![ننګرهار والي: امنیتي ځواکونه د خلکو خونديتوب لپاره چمتووالى لري](https://gdb.rferl.org/109A3DA8-1950-4579-8DAD-6AB664F25397_w800_h450.jpg)
د ننګرهار والي ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه له بل هر وخت د خلکو د خونديتوب لپاره چمتووالى لري.
حیات الله حیات په جلال اباد ښار کې د قابله ګانو پر روزنیز مرکز د وسله والو مخالفینو له پروني بريد وروسته دا خبره وکړه.
هغه بريد د جلال اباد ښاریان او د ولایتي شورا غړي اندیښمن کړي دي.
ښاغلي حیات د یکشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د دولت د وسلوالو مخالفینو ګواښونه دومره جدي نه دي.
د ده په خبره په تېره یوه میاشت کې د داعش ډلې ۲۱۷ جنګيالي له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او په همدغه موده کې په جلال اباد ښار کې ۱۱۷ نور مشکوک وسلوال نیول شوي دي.