ترکيه له فرانسې، جرمني او روسيې سره د سوريې په اړه سرمشريزه جوړوي
ترکيه په پام کې لري چې له فرانسې، جرمني او روسيې سره د سوريې پر شخړه او نورو سيمه ييزو مسايلو د بحث لپاره سرمشريزه جوړه کړي.
په هغو تبصرو کې چې نن يکشنبه د ترکيې رسنيو خپرې کړي، ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي چې دغه غونډه ښايي د سپټمبر پر اوومه په استانبول کې وشي.
د حريت ورځپاڼې په حواله، ولسمشر اردوغان د سرمشريزې د اجنډا په اړه نور جزيات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي چې ترکيه به له روسيې سره له دې څلور اړخيزې سرمشريزې هاخوا هم ډيالوګ ته دوام ورکړي.
مسکو، پاريس او برلين سم د لاسه د دغې سرمشريزې موضوع نه ده تأييد کړې.
د سوريې په اووه کلنه جګړه کې روسيه او ايران د ولسمشر بشارالاسد له مهمو ملاتړو ګڼل کېږي، خو ترکيه، فرانسه او جرمني د بېلابېلو ياغي ډلو ملاتړ کوي.
د سوريې په کورنۍ جګړه کې سلګونه زره کسان وژل شوي او په ميليونونو نور، بېځايه شوي دي.