مطفي: د منرالي صنعتونو یوه طرحه د اقتصاد عالي شورا تأيید کړه
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د منرالي صنعتونو یوه طرحه د اقتصاد عالي شورا له لوري تأيید شوه.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، د دغې طرحې له مخې د یاد وزارت له لوري دوی د مرمرو د کانونو د سروې لپاره ټیمونه هرات، پروان، کاپیسا، میدان وردګ، بامیان او ډایکندي ته لېږلي دي.
د ښاغلي مطفي په وینا، د دغې سروې هدف دا دی چې باالقوه ظرفیتونه وپېژندل شي.
د کانونو وزارت وايي، تر دې مهاله د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، ۱۰۸ شرکتونو د قیمتي ډبرو د پروسس لپاره پانګونه کړې چې له دې لارې شپږو زرو تنو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کار پیدا کېږي.