د پاکستان صدراعظم د ځینو مسایلو پر سر د خبرو کولو لپاره چین ته تللی
![د پاکستان صدراعظم د ځینو مسایلو پر سر د خبرو کولو لپاره چین ته تللی](https://gdb.rferl.org/2B0EC24D-8D34-4F37-B65E-44C8B6A24509_w800_h450.jpg)
د پاکستان صدراعظم عمران خان له چینايي چارواکو سره په یو لړ مسايلو د خبرو کولو لپاره چین ته تللی دی.
د صدراعظم عمران خان د دفتر له خوا په دې اړه په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي:
"عمران خان به چین ته د خپل ۴ ورځني سفر په اوږدو کې له خپل چینايي سیال او د چین له ولسمشر په ګډون له یو شمېر چارواکو سره په یو لړ دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي."
له نوموړي سره په دغه سفر کې د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر او یو شمېر نور وزیران هم شامل دي.
ښاغلی خان په داسې وخت کې د چین سفر کوي چې په دې وروستیو کې پاکستان له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دی او اعلان یې کړی چې د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره باید له نړېوال وجهي صندوقه میلیاردونه ډالر پور واخلي.
که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي چې آیا عمران خان به چین ته د سفر په اوږدو کې له دغه هېواده مالي مرسته ترلاسه کړي که نه، خو د پاکستان یوه وزیر خسرو بختیار چې له عمران خان سره په رسمي سفر چین ته تللی، ډان خبري اژانس ته ویلي، د عمران خان د چین سفر به قوم ته ښه زېری ولري.