د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي هیڅ نه ښکاري چې طالبان خپل ۱۷ کلن جنګ ودروي.د هند د مهاراشترا لسګونه زره بزګرو نن په ممبی کې مظاهرې وکړې او په سعودي عربستان کې نجونو او هلکانو د " سعودي ستوري" په نوم د سندرو ویلو پروګرام پیل کړی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک وايي، بریتانيا او اروپايي اتحادیه د بریتانيې او اروپايي ټولنې د اړيکو د راتلونکي په اړه يوه توافق ته رسيدلي دي.
دا خبرې په يوه بيان کې راغلي چې ښايي د راتلونکي کال د مارچ مياشتې په ۲۹مه نېټه په کېدونکې د اروپايي اتحاديې د مشرانو په غونډه کې لاسليک شي.
ډپلوماټان هڅې کوي چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیې د وتلو په اړه يو توافقه ليک رامنځته کړي.
ټوسک وايي، د دې بیانيې د متن په اړه د بریتانيا د صدراعظمې ټرزا مې او د اروپايي کمېسيون د رئیس ژان کلاود يونکر تر منځ... Читать дальше...
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ رئيسه فدريکا موګريني وايي، د سعودي خبريال جمال خاشقجي په وژنه کې لاس لرونکي ټول کسان بايد مجازات شي.
سعودي خبريال جمال خاشقجي چې په امريکا کې مېشت و، له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره یې کار کاوه او د اکتوبر مياشتې په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو. دی د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ منتقد وو.
د سعودي عربستان چارواکو یوه ډله امنیتي کارکوونکي په دې اقدام تورن کړي او دا خبرې يې رد کړي چې ګواکې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د دې وژنې امر کړی وو. Читать дальше...
د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وایي، سره لهدې چې امریکا د افغانستان د سولې بهیر د پرمختګ لپاره پهدې وروستیو کې ډېرې...
د افغانستان د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د لارې د خرابېدو له امله د کم مزل لار په ساعتونو کې وهې او کله نا کله یې ناروغان هم مړه کېږي.
د صادق رښتیني ویډیويي رپورټ.
د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې، د لارې د خرابېدو له امله د کم مزل لار په ساعتونو کې وهې او کله نا کله یې ناروغان هم مړه کېږي.
د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني یې په اړه راپور لري.
ایډیټ: ابراهیم صافی
د پاکستان په تاریخ کې په اول ځل داسې کار شوی چې په یو حکومت کې د اپوزیشن مشر په دروغو کېسونو کې د دې لپاره ګرفتار شو چې د مخالفو ګوندونو اواز غلی کړل شي. نوموړي وویل د شهباز شریف خلاف جوړې مقدمې انتقامي دي.
د اروپايي ټولنې د شورا مشر ډونلډ توسک وايي، بریتانیا او ټولنه په اصولي توګه د راتلونکي تعلق پر اعلامیه سلا شوي او کېدای شي چې د ټولنې په سرمشریزه کې منظوره شي.
شاوخوا ۴۰ کاله دمخه یانې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې پخواني شوروي اتحاد پریکړه وکړه چې افغانستان ته به پوځي ځواکونه لېږي او دا پریکړه عملي شوه.
په افغانستان کې د روسېې د سفارت چارواکي د مسکو په ناسته کې د افغان حکومت د استازي نه ګډون ته په اشارې سره وايي، افغان حکومت په خپلو تصامیمو کې خپلواک نهدی.
د ډلهيېز امنيت سازمان سرمنشي وايي، د افغانستان وضعيت د دغه سازمان غړیو ته د اندېښنې وړ دی.
د دې سازمان پر انټرنيټي پاڼه د واليري سيمي ريکوف له قوله راغلي چې په مسکو کې د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو په شپږمه غونډه کې يې ويلي چې افغانستان د کورنۍ بې ثباتۍ او مخدره موادو د دوامداره قاچاق په خاطر د دې سازمان لپاره لويه اندېښنه دی.
دی زياتوي چې افغانستان له دې هېواده د شوروي اتحاد پخوانيو هېوادونو او په پای کې روسیې ته د داعش پاتې شونو د ورتلو لپاره په یوه لاره بدل شوی دی.
سيمي ريکوف وايي، له افغانستان... Читать дальше...
په اردن کې د بې وزله مېرمنو لپاره د روزګار یو دلچسپه پروژه پیل شوې ده. په دې پروژه کې مېرمنې استعمال شوې ورځپانې راغونډوي او په زړه پورې توکي ترې جوړوي. رویټرز خبري اژانس په دې اړه ویډیو خپره کړې ده. بوریوال کاکړ یې پښتو بڼه وړاندې کوي.
د فارياب ولايت چارواکي وايي، د ګرزيوان ولسوالۍ پر امنيتي پوستو د طالبانو حملې پر شاه تمبول شوي دي.
د دې ولايت د پولیسو وياند عبدالکريم یورش ازادي راډيو ته وويل چې طالبانو تېره شپه د ګرزيوان ولسوالۍ پر پوستو تهاجمي حملې پیل کړي چې د امنیتي ځواکونو او ځايي پاڅونوالو له جدي مقاومت سره مخامخ شوي.
ښاغلی یورش همدا راز وايي، په دغو نښتو کې اته وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې د انصارالحق فاريابي په نوم پر ټولنيزو شبکو يوه پاڼه چې ادعا لري له وسلهوالو طالبانو سره تړاو لري، ليکي:
د طالبانو دوه کسان وژل شوي دي. Читать дальше...
په غزني ولايت کې یوه ډله پولیس د غلا په تور نيول شوي دي.
د غزني چارواکي وايي، هغه ۷ پولیس نیول شوي چې له خلکو به يې په غیرقانوني توګه پیسې اخېستې او غلاوې به يې کولې.
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد قاهر ناصري رسنیو ته وويل، دغه اووه کسيزه ډله يې د غزني - کابل د لويې لارې په اوږدو کې نیولي ده.
ناصري زیاته کړه:
"دغو پولیسو په زنخان ولسوالۍ کې وظیفه درلوده او دوه ورځې وړاندي د غزني له مرکز سره اړوندې روضې په سیمه کې د پولیسو مدیریت کارکوونکو نیولي دي."... Читать дальше...
د چين پولیس یو موټر چلوونکی نيولی چې موټر يې د یوه ښوونځي مخکې پر ماشومانو ور وست او لږ تر لږه پنځه ماشومان يې ووژل او ۱۸ کسان يې ټپيان کړل.
چيني رسنیو نن خبر ورکړی چې دا پېښه د شمال ختيځ چین ليو اووننګ ايالت په هولوداو ښار کې شوې ده.
دا روښانه نهده چې موټر چلوونکی ولې کوچنيان هدف وګرځول؟
ويډيوګانې ښکاروي چې یو موټر د ناسم لور پر خوا روان دی او مستقیم د کوچنیانو یوه ډله وهي.
په چين کې ټرافیکې پېښې زیاتې دي او د دې هېواد د ټرانسپورټ وزارت وايي چې د خلکو د خونديتوب او ټرافيکې پېښو کمولو په خاطر يې د ترافيکو جدي لارښود عملي کړی دی.
د افغان مدني ټولنو هغه پلاوی چې د جنیوا په کنفرانس کې ګډون کوي وايي، دوی به نړیوالو ته د افغانستان رښتینی تصویر ...
د افغان مدني ټولنو هغه پلاوی چې د جنیوا په کنفرانس کې ګډون کوي وايي، دوی به نړیوالو ته د افغانستان رېښتینی تصویر وښيې.
په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د جنیوا ناستې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي افغان حکومت هیله څرګندوي چې له دغه ناستې به ښې لاس ته راوړنې ولري.
د افغان ځوانانو یوه ډله ملګرو ملتونو ته د ورتهوالي سازمان د کنفرانس له لارې د افغانستان په مهمو موضوعاتو بحث ...
د افغانستان د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون د ایران لهخوا د افغانستان په یو شمېر هزارهجاتو سیمو کې د ...
په المپیک سیالیو کې د ګډون په هدف د جمناستېک نړیوال جام سیالۍ نن په جرمني کې پيل شوې.
د ورزشي وېبپاڼو د راپور پر اساس د جاپان په پلازمېنې توکیو کې د ۲۰۲۰ میلادي کال د المپیک سیالیو کې د ګډون او برخې اخیستنې لومړی پړاو سیالۍ د غړو هېوادونو د استازو په ګډون د جرمني په کوتبوس ښار کې پيل شوې.
د جمناستېک د چمتووالي سیالۍ به د ۲۰۱۸ میلادي کال کې پیل او په اتو پړاونو کې به بشپړې شي.
د دې لوبو غوره لوبغاړي به د المپیک نړیوالو سیالیو کې د ګډون چانس ترلاسه کړي.
د افغانستان د ۲۰ کلنو فوټسال ملي ټیم تېره ورځ تاجکستان ته ولاړ.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډیو ته وویل، افغان لوبډله به له تاجکۍ سیالې لوبډلې سره د نومبر په ۲۶مه د تاجکستان په خجند ښار کې دوستانه لوبه وکړي.
نوموړی وايي، دا د اسیا د ملتونو جام لومړنیو سیالیو ته چې د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه چې په ازبکستان کې جوړېږي د چمتووالي تمرین هم دی.
د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې به د افغانستان د ۲۰ کلنو د فوټسال ټیم د ډسمبر په دوهمه له ترکمنستان او... Читать дальше...
د کرکټ افغان لوبغاړي شهزاد محمدي په لس اوریزه کرکټ سیالیو کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
دغه لوبه چې تېره شپه په متحده عربي اماراتو کې وشوه، شهزاد محمدي پهکې په ۱۶ توپونو ۷۴ منډې وکړې، د لوبې تر پایه ولاړ و او مقابلې لوبډلې سند تهيې په لوړ توپیر ماتې ورکړه.
شهزاد محمد په راجپوت لوبډله کې لوبېږي.
دغه افغان لوبغاړي پهدې سیالۍ کې په ۱۲ توپونو پنځوس منډې وکړې او نړیوال ریکارډ يې مساوي کړ.
له دې وړاندې د هندوستان یوراج سنګه په ۱۲ توپونو تېره پنځوسیزه وهلې وه.
د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالیو دوهم پړاو لوبې... Читать дальше...
یو افغان چې له اندونيزيا څخه استراليا ته په لاس ورکړل شوی دی، د انسانانو په قاچاق کې د لاس درلودو په تور په نهو کلونو بند محکوم شو.
احمد ضيا عليزاده په استراليا کې تر ۶۱ ورځو ځايي محاکمې وروسته په غير قانوني توګه په فبرورۍ مياشت کې د ۱۳ کسانو په انتقال کې د لاس درلودو په تور محکوم کړ.
عليزاده چې د دوو کوچنیانو پلار دی او په ۲۰۱۱ میلادي کال کې يې استراليا ته د کډوالۍ ويزه تر لاسه کړې وه.
د محکمې قاضي د جرم د اعلان پر وخت وويل:
"نهشي درک کولای چې عليزاده څه ډول له یوه پناه غوښتونکي په انساني... Читать дальше...
په جنوبي وزيرستان کې د سخت دريځو په يوه پټنځای کې په بمي حمله کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
دا چاودنه نن پنجشنبه په انګور اډه سيمه کې وشوه.
د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي چې وژل شوي کسان له طالبانو او حقاني شبکې سره تړاو لري.
تر اوسه معلومه نهده چې دا چاودنه ولې او څنګه وشوه؟ امنیتي چارواکو چې نهيې غوښتل نومیې څرګند شي، په دې اړه معلومات ورکړي دي.
جنوبي وزيرستان له کلونو راهيسې د پاکستاني سخت دريځو او بهرنیو جګړهمارانو پناه ځای دی.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دا سیمهيې د... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России