ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې خپله بريا اعلان کړه
د امریکا د منځمهاله ټاکنو پایلې ښيي چې ډېموکراټانو د استازو په جرګه کې اکثریت تر لاسه کړی او رېپبلېکنانو پر سېنېټ خپل کنټرول پر ځای ساتلی.
د امریکا د منځمهاله ټاکنو پایلې ښيي چې ډېموکراټانو د استازو په جرګه کې اکثریت تر لاسه کړی او رېپبلېکنانو پر سېنېټ خپل کنټرول پر ځای ساتلی.
ګلالۍ اسماعيل وايي د نومبر پر شپږمه په اسلام هايکورټ کې د عدالتي کاروايي پر مهال د کورنيو چارو وزارت چارواکو وويل چې د ای اېس ای پر سپارښتنه پر هغې سفري بنديز لګول شوی دی.
هغه د ۹۰مې لسیزې په پای کې د دغې په صوبې مرکز کوټه کې د پرل په نامه د یوه انسټیټیوټ بنسټ کېښود چې پکې د کمپیوټر ټېکنالوژي، سوداګریز سمبالښت (بیزنس اډمینسټرېشن)، انفارمېشن ټېکنالوژي، حسابداري (اکاونټینګ) غوندې د اوسني دور زده کړې کېږي. له نوموړی سره د بلوچستان پر تعلیمي ستونزو احمد شاه اعظمي د مشال راډيو پراګ سټوډيو کې مرکه کړې. دی وايي د تعلیم لپاره اوس د پیسو کمی نه شته بلکې د مسلکي استادانو کمی دی. معیار په پام کې نه نیول کېږي.
د تعلیم پخوانی لنډمهالی وزیر، سکالر او ډاکټر نصرالله خلجی د ګوتو په شمېر یو له هغو کسانو دی چې بلوچستان ته یې د انفارمېشن ټېکنالوژۍ رڼا راوړې ده. هغه د ۹۰مې لسیزې په پای کې د دغې په صوبې مرکز کوټه کې د پرل په نامه د یوه انسټیټیوټ بنسټ کېښود چې پکې د کمپیوټر ټېکنالوژي، سوداګریز سمبالښت (بیزنس اډمینسټرېشن)، انفارمېشن ټېکنالوژي، حسابداري (کاونټینګ) غوندې د اوسني دور زده کړې کېږي. له نوموړی سره د بلوچستان پر تعلیمي ستونزو احمد شاه اعظمي د مشال راډيو پراګ سټوډيو کې مرکه کړې. دی وايي د تعلیم لپاره اوس د پیسو کمی نه شته بلکې د مسلکي استادانو کمی دی. Читать дальше...
د امريکا ډموکراټ ګوند د دې هيواد د استازو جرګې منځمهاله انتخابات په اکثريت سره وګټل. یوې افغانې ښځې هم وکړای شو په دغو انتخاباتو کې د نيوهمپشاير ايالتي شورا ته لاره ومومي. نور په دې راپور کې
د قانوني چارو کارپوه لطیف اپرېدی وايي په تړون سره حکومت ځان ته یوه عارضي اساني پیدا کړه خو دا هېڅ قانوني حیثیت نه لري.
په يمن کې د قحطۍ او لوږې له لاسه بشري بحران مخ پر زیاتېدو دی. د امريکا ډموکراټ ګوند د دې هیواد په منځمهاله انتخاباتو کې د امریکا په استازو جرګه کې اکثریت رايې تر لاسه کړي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد او ترکمنستان تر منځ پنځمه امنیتي او په سرحدي موضوعاتو ناسته د چهارشنبې ....
د کونړ ولایت د سید جمالدین افغان پوهنتون له لمریزې برښنا برخمن شو. په دغه لمریزه برښنا ۳۰ اعشاریه ۵ میلیونو افغانۍ لګښت راغلی چې ۵۰ کیلو واټه برښنا تولیدوي. د ازادي راډیو خبریال روح الله انوري په دې اړه ویډیويي راپور جوړ کړی دی. ایډیټ: ابراهیم صافی
د افغانستان د سولې عالي شورا د مسکو په غونډه کې له افغان حکومت سره مذاکراتو ته د وسلهوالو طالبانو هڅول له اساسي لومړیتوبونو څخه بولي. د سولې عالي شورا مرستیال او د مسکو په ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي مشر حاجي عزیزالله دین محمد نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی به د مسکو د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د سولې د روان بهیر او اهمیت په اړه هم معلومات ورکړي. نوموړی وايي: "زموږ اجنډا او لویه خبره دا ده چې د دې لپاره زمینه برابره شي چې په افغانستان کې وینې توییدل بند شي او امن راشي. د دې کار لپاره به... Читать дальше...
کیریل سربرنیکوف چې د ټیاټر او سینما یو روسی ډایرکټر دی، په مسکو کې د اختلاس په تور محاکمه کېږي. که پر نوموړي دا تور ثابت شي، په لس کاله حبس به محکوم شي، خو دی وایي دا محاکمه بې اساسه او نامعقوله ده. د سربرنیکوف او درېیو نورو کسانو چې د اومې ستډیو په قضیه کې ښکېل بلل شوي، محاکمه تر دوو اونیو ځنډ وروسته نن پیل شوه. نوموړي محکمې ته ویلي چې هېڅ ګناه نه لري. د دې تور په اړه چې نوموړي ګواکې یوه جنایتکاره ډله رامنځته کړې، سربرنیکوف وویل هېڅکله یې له هېچا غلا نه ده کړې، اختلاس یې نه دی کړی او د ټیاټر له ډلې پرته یې بله کومه ډله نه ده جوړه کړې.
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملياتو کې ۱۷ وسلهوال وژل شوي دي. عمليات د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د نړیوالو په مرسته تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د بند تمور په سيمه کې ترسره کړي دي. جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وایي چې دغه عملياتیې د کمانډو ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي چې پهکې ۱۷ وسلهوال وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي. عيسي وویل چې په ترسره شویو عملياتو کې د وسلهوالو مختلفي وسلې، چاودېدونکي توکي او ۱۴ موټرسايکلونه هم د امنیتي ځواکونو لهخوا لهمنځه وړل شوي. Читать дальше...
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملياتو کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي. عمليات د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د نړیوالو په مرسته تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د بند تمور په سيمه کې ترسره کړې دي. جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وایي چې دغه عمليات د کمانډو ځواکونو د کشفي معلومات پر بنسټ ترسره کړې چې په کې ۱۷ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي. عيسي وویل چې په ترسره شوېو عملياتو کې د وسله والو مختلفي وسلې، چاودېدونکي توکي او ۱۴ موټر سايکلونه هم د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د پرونیو انتخاباتو لومړني نتایج ښیي چې ډموکراتانو د استازو جرګې اکثریت څوکۍ ترلاسه کړې دي او جمهوري غوښتونکو په سنا مجلس کې خپل اکثریت ساتلی دی. رسنیو راپور ورکړی چې ډموکراتانو د استازو جرګې د کنټرول لپاره د اړتیا وړ ۲۳ څوکۍ خپلې کړې دي. پهدغې جرګه کې د جمهوري غوښتونکو د واک له ختمېدو سره دا امکان شته چې ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ په پاتې دوو کلونو کې تر ډېر فشار لاندې راشي. ډموکراتان به د ولسمشر اجرائیه صلاحیت ډېر ژر تر کنټرول لاندې راولي. امکان لري هغوی د ځینو قوانینو... Читать дальше...
د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار د وسله والو طالبانو یوه ډله ییزه حمله د ولسي پاڅون کوونکو له لوري په شا تمبول شوې ده. یوې امنیتي سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه نېږدې ۴۵ وسله والو طالبانو د خپل یو نومول شوي ولسوال ملا محمد عالم مخلص په مشرۍ په ایبک ښار حمله وکړه چې د سیمه ییزو خلکو له لوري له مقاومت سره مخ شوه. دغه امنیتي سرچیني ویلي چې په دغه جګړه کې د ایبک ښار لپاره د وسله والو طالبانو نظامي مسوول ملا تازه ګل وژل شوی او خپله ملا محمد عالم مخلص ټپي دی. تردې دمه د دغه خبر په اړه نو جزئیات نه دي ورکړل شوي. Читать дальше...
د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار د وسلهوالو طالبانو یوه ډلهییزه حمله د ولسي پاڅون کوونکو له لوري په شا تمبول شوې ده. یوې امنیتي سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه نږدې ۴۵ وسلهوالو طالبانو د خپل یو نومول شوي ولسوال ملا محمد عالم مخلص په مشرۍ په ایبک ښار حمله وکړه چې د سیمهییزو خلکو له لوري له مقاومت سره مخ شوه. دغه امنیتي سرچینې ویلي چې په دغه جګړه کې د ایبک ښار لپاره د وسلهوالو طالبانو نظامي مسؤل ملا تازه ګل وژل شوی او خپله ملا محمد عالم مخلص ټپي دی. تر دې دمه د دغه خبر په اړه نو جزئیات نهدي ورکړل شوي. Читать дальше...
د امریکا د استازو په جرګه کې د ډېموکراټ ګوند مشرې ویلي، دوی به د امریکایانو د یووالي لپاره کار کوي. نینسي پلوسي د نومبر پر شپږمې تر لومړنیو انتخاباتي نتیجو وروسته خپلو پلویانو او د ګوند بریالیو نوماندانو ته مبارکي وویله. د اسوشي اېټېډ پرېس اژانس ویډیو وګورئ.
د افغانستان جمهوري رياست د امريکا له بنديزونو د چابهار بندر د مستثنی کېدو هرکلى وکړ. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو ...
د امریکا د کانګرس په منځمهاله انتخاباتو کې د ډموکراټانو بري، د ولسمشر ډونالد ټرمپ د بهرنۍ تګلارې په اړه بېاعتمادي پیدا ...
د بخښنې نړيوال سازمان اندېښنه ښودلې چې د پاکستان سپريم کورټ له خوا د مذهب سپکاوي په مقدمه بېګناه ګرځول شوې اسیه بي بي او د هغې دکورنۍ ژوند له جدي خطر سره مخامخ دی.
په اسلام اباد کې ليکوال ظفرالله خان او په لندن کې مېشت فایق خان يوسفزي د مشال تر رڼا لاندې بحث مېلمانه دي.
د امريکا متحده ايالاتو تازه بنديزونه چې پر ايران لګول شوي، څومره شديد دي او څه عواقب به ولري؟ ځيني تحليلګران وايي، پر ايران د ...
د سعودي عرب باچا سلمان او ولي عهد محمد بن سلمان په غير معمولي توګه د هېواد بېلا بېلو صوبو سفر شروع کړي دي. باچا سلمان د قسیم صوبې په يوه دستوره کې ګډون کړی دی. ويډيو: اي ايف پي ايډيټ: ګل اياز
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي د امریکا له هغې پرېکړې هرکلی کوي چې ویلي يې دي، د چابهار بندر په ایران د ...
د دې اوونۍ د لوبو له میدانه ورزشي خپرونه کې دا مطالب او موضوعات اورئ: د اوونۍ څو مهم ورزشي خبرونه ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости